د ټولنــې ناسم دودونه

افغان ولس د مذهب پالنې ترڅنګ کلک دود پاله وګړي دي؛ دوی د تاريخ پۀ هر پړاو کې د خپل مذهب او خپل هڅوب/ کلتور؛ څخه پۀ ډېر مېړانه او وقار ننګه کړې.

لۀ ښه بخته چې ماشوم مو نړۍ تۀ سترګې پرانيزي د مسجد مولوي او يا د کورنۍ د مشر پواسطه ورته غوږ کې اذان کوو.

دا مو مذهبي دود دی او پۀ کلکه يې پالو او د خپل مشر پۀ نسبت د مسجد مولوي تۀ لومړيتوب ور کوو.

خو ځيني داسې ناسم دودونه لرو چې نېغ پۀ نېغه د اسلامي عقايدو سره  ټکر کوي.

ډېری خلک مو خپلې خوښۍ پۀ ډزو لمانځي؛ خو دغه ډزې ژوند اخلي او يوه مور بوره وي.

هغه هيله نړوي چې يوه مور يې نهه مياشت پۀ بطن، کلونه کلونه د هغې پۀ روزنه کې تېروي.

ماشوم چې مجازي نړۍ تۀ پل کېږدي پلار يې تر ځوانۍ ټول درد او ننګونې پۀ ځان ومني او د هغه نېکمرغه ژوند غوښتونکی شي.

د ډزو بدرنګ دود يوازې او يوازې کرکه خپروي او انسانيت وژني...

بخت زاده دانش وايي:
لور دې سکول تۀ بوزه ښه پۀ لور دې سبک ووايه
دا بعضې غېرت ښۀ نوي غېر تۀ بلا لارې دي

ای! دا نو کوم ننګ شو چې لور لۀ زدکړو محروموو، او وياړ کوو چې لور مې پۀ کور ناسته ده او د عزت ژوند تېروي.

د بې سوادۍ ژوند د عزت ژوند ګڼو او چې مېرمن مو ناروغه شي د وجدان سره پۀ جنګ يې نارينه داکتر تۀ بيايو.

ستره بدبختي ده چې د خپلو اولادونو ترمنځ ستر جنايت او بې ننګه غرور پالو.
زدکړه ژوند روښانه وي او د متمدنې ټولنې يوه خاصه ځانګړنه ده.

پۀ بدو کې د لور/ خور ور کول ستر ناسور او ظلم دی چې قتل ورور/پلار وکړي ښکار او قرباني بۀ يې خور/ لور ورکوي.

پلار د خپلې بېباکۍ او ناپوهۍ قربانۍ تۀ د لور ملا ور تړي او د قربانۍ څاروی ترې جوړوي.
ستر جفاء ده چې د خپلې معصومې لور/ خور تل پاتې ژوند پۀ اور لاهو کړئ.

مخکې لۀ دې چې لور پۀ بدو کې ور کړئ نو لږ فکر وکړئ تاسو يې وروستی ژوند څنګه ارزوئ.
د ولور اخستنه چې پۀ مذهبي لحاظ کوم منلی اصل نۀ دی او نۀ کوم تاريخي شاليد لري.

د زيات ولور اخستنه د خپلې لور/خور راتلونکی ژوند د ستر ګواښ سره مخ کول دي.

هغوی چې د دغه ناوړه او نازوانه عمل مرتکب دي د خپل ځان، د خپلې لور/خور ژوند سره پۀ مسقيم ډول لوبې کوي.

پۀ دې ټول پوهېږو چې د لوړ ولور لۀ امله مو چنار چنار ځوان د سيندونو، ځنګلونو او د مرزونو ښکار شو او خپلو کورنيو تۀ يې تل پاتې درد پرېښود.