کله چې مقام او پيسې د انسانيت پۀ مقابل کې د تلې پل دروند کړي، تياره شي او د ژوند هغه پړاو رامنځ تۀ شي؛ چې نن ورته موږ د وحشت نوم ور کوو او د هغوی عمل بۀ راته د دنيا پر مخ ستر جنایت او د بشريت وژنه وه.
دا لومړيتوب پۀ خپله انسان ور کړی او د سخت حسد لۀ امله يې ښکار شوی دی، اوس ترې نۀ د خلاصون لار لري او نۀ يې بديل.
کۀ مقام او پيسو ژوند اخستی شوی نو مجازي نړۍ بۀ تل پاتې وه؛ ټولو شتمنو بۀ د نړۍ پر مخ خپل ذوق او هيلې پاللی.
لۀ بده بخته چې فکري ښکار شوي يو او د يو غوليدلي ليد لوري يون مو غوره کړی.
څومره کبرجن يو چې د روغ صحت، شتمنيو، او د هر ډول نعمتو پۀ لورولو سره سره بيا هم سر تمبه کوو؛ او د هغه ذات پر وړاندې درېږو چې د ټولې نړۍ خلقت يې کړی دی.
لۀ درېدو مې موخه همدا ده چې ناشکره يو، انسانيت وژنو او پۀ خپل وجود کبر کوو.
ای! څومره عجيبه ده د مقام او پيسو پۀ خاطر د ابدي ژوند لۀ هر نعمت ځان محروموو.
ځیني خلک باید د مقام او پیسو پر ځای انسانيت هم تجربه کړي...
وروستي