دوستم ته د مارشالۍ رتبې په اړه ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته د بکتاش ايشچي ليک او ګيله 

روهي (نۍ/۲۰ د غوايي)، ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازي او د احمد ایشچي زوی بکتاش ايشچي افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته پرانېستی ليک ليکلی او جنرال عبدارشيد دوستم ته يې  د مارشالۍ رتبې په اړه ګيله کړي. 

نوموړي ولسمشر غني ته ليکلي،
 ښاغلی محمد اشرف غني د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر! 
تاسې ټاکنو کې له بريا وروسته خپله غيږه ټولو ټاکنيزو ډلو او په ځانګړي ډول د ثبات او همپالنې ټيم لپاره پرانېستله او د يو ګډ حکومت وړانديز مو وکړ. زه اوس وخت د هېواد سياسي وضعيت څارم. د سياسي کړکېچ د پای په پار خبريږم چې جنايتکار عبدالرشيد دوستم ته د سزا او محکمې ته د کښولو پر ځای د مارشالۍ لوړه رتبه وړانديز شوې ده. مونږ درې کاله په دې پار انتظار وکړ چې  افغانستان کې به يو ټاکنيز نظام رامنځ ته شي او هغه ظلم او زياتی چې زما  احمد ايشچي سره شوی، د عدالت، انصاف او حق پړاو ته به ورسيږي. 

نوموړي د دغه ليک په يوې برخې کې  ډاکټر عبدالله عبدالله ته هم ليکلي دي چې تاسې د يو افغان سياستوال، جهادي څېرې او مسلمان په توګه د خپل ټيم يو تن هغه غړي ته چې په بشري او اسلامي حقونو څخه په  سرغړونې تورن دی، د مارشالۍ رتبې د ورکړې هڅه کوئ. بکتاش ايشجي ډاکټر عبدالله عبدالله ته ليکلي دي چې دوستم زما پر سپين ږيري پلار جنسي تيری وکړ، تاسې هغې ته د مارشالۍ رتبې د غوښتلو لپاره ولې هغه محکمې ته نه راکاږئ چې قانون پرې پلی شي. 

بکتاش ايجشي پر ډاکټر عبدالله عبدالله غږ کړی دی چې دوستم د مارشالۍ رتبې د ورکړې پر وړانديز دې فکر وکړي ترڅو په راتلونکي کې د وجدان له عذاب، بشري حقونو او نړيوالې ټولنې له نيوکو او غبرګونونو سره مخ نه شي. 

نوموړي په اخير کې ولسمشر غني په اړه ليکلي دي چې ښاغلی ولسمشره! څومره پېژندګلوي او مالومات چې زه ستاسې په اړه لرم نو د بشري حقونو او قانون پلاوی ياست او په دې برخه کې په کور دننه او نړيوال شهرت لری. پوهيږم چې د عبدالله عبدالله هغه طرحه چې جنرال دوستم په کې مارشالي غواړي ستاسې په ميز پرته ده او ډاډمن يم چې تاسې به هېڅکله يو جنايتکار ته د مارشالۍ رتبه منظوره نه کړی او ځواب به وو منفي وي.