نن له غرمې وروسته دپکتیا په ډنډ پتان ولسوالې کې نامعلومه وسله والو څلور ترکي انجنران وتښتول دپکتیا دسرپرست والي عبدالرحمن منګل له خولې ،چې دا څلور انجنران له امریکايي سرتېرو سره یوازې دډیورنډکرښې ته څیرمه دافغانستان سرحدي پولیسو ته پوستې جوړوي .
دپېښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی ، خو دا پېښه داسې مهال رامنځته کیږي ،چې پرون ترکیي چمتووالې وښود ،چې د طالبانو او حکومت ترمنځ دروغې جوړې منځګړتوب کولای شي او ان تردې که چیرې طالبان وغواړي په ترکیه کې خپل دفتر پرانیزي موږ به ېې پر وړاندیز غور وکړو .
وروستي