ويکیلیکس له مالي ستونزو سره مخ شو


دويکیلیکس مشر جولیان اسانګ وايي نږدې ده ،چې زما ویبپاڼه له مالي ستونزو له کبله وتړل شي ځکه له ماسره کارکوونکو هره ورځ نږدې 100 زره یورو بسپنه راټولوله اوس دفشار لامله له موږ سره پوره مالي امکانات نشته ،چې خپلې ستونزې پر حل کړو او خپل لګښتونه پوره کړو اوس زه دوکیل لپاره هم لګښت نه لرم .
دسویډن حکومت نیم ملیون یورو ،چې د ویکیلیکس په اکاونټ کې پرتې وې ګنګل کړې دي دسویډن حکومت پلمه داوه ویکیلیکس په راتلونکو شپږو میاشتو کې دنورو لاسوندونو دخپراوي نیت درلود غواړو ،چې له دې لارې پر فشار راوړو او له دې کاره لاس واخلي .
دویبپاڼې ملاتړي او کارکونکي پر امریکا تور لګوي ،چې دددی ډول اجرااتو تر شا ولاړه ده په پای کې جولیان وايي : که چیرې زه امریکا ته وسپارل شوم زه به پر ځانوژنه لاس پورې کړم .