په مومند اېجنسۍ کې دنښتو له امله 40 تنه ووژل شول

د پاکستان پوځي سرچينې خبر ورکوي، چې پرون په مومند اېجنسۍ کې طالبانو پر پنځو امنيتي پوستو بريدونه وکړل او 11 پاکستاني پوځيان يې ووژل. پوځ ادعا کوي، چې په ځوابيه بريد کې يې شاوخوا دېرش تنه طالبان وژلي دي او طالبان له سيمې څخه په شا شوي دي. خبر همداراز وايي، چې په نښتو کې 10 تنه پوځيان او 12 تنه طالبان ټپيان شوي دي. پرون د قبايلي سيمو لپاره ډېره خونړۍ ورځ وه او شاوخوا 80 تنه په کې ووژل شول او په همدومره شمېر ټپيان شول.