مارشال فهيم له ايران سره د پوځي اړيکو غوښتنه وکړه

د افغان ولسمشر لومړی مرستيال محمد قسيم فهيم پرون د يوه رسمي سفر په ترڅ کې ايران ته ورسېد. ده ته د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ايران د ولسمشر مرستيال رحيمي له خوا هر کلی وويل وشو. مارشال فهيم د ايران د مرستو او د سيمې د امنيت او ثبات په برخه کې د ايران د رول ستاينه وکړه او له ايران سره يې د هر اړخيزو اړيکو د پراختيا او په ځانګړې توګه د پوځي اړيکو د پياوړتيا غوښتنه وکړه. د ده د خبرو په ځواب کې د ايران دفاع وزير احمد وحيدي وويل، چې ايران چمتو دی په پوځي ډګر کې له افغانستان سره خپلې پوځي تجربې شريکې کړي.
د يادونې وړ ده ، د ايران لاس چې د مرستې په نامه د احصايې رياست په څېر د افغانستان ډېرو محرمو ادارو ته رسېدلې ، اوس به دا لاس د مارشال فهيم په غوښتنه د افغانستان وسله والو ځواکونو ته هم په رسمي توګه وغځول شي.