کرزی : که طالبان په ترکیه کې دفتر پرانیزي زه پرې نیوکه نه لرم


حامد کرزي دترکيې د هغې پریکړې هر کلی وکړ ،چې موږ چمتو یو ،چې دطالبانو او افغان حکومت ترمنځ جوړجاړی وکړو اود طالب مشرانو کوربانه شو ، ترکیه داسې مهال دا نوښت کوي ،چې له دې وړاندې سعودي عربستان او متحده عربي امارات په کې ناکام شوې و .
ترکېې له خپل دې نوښت په ترکیه کې دافغانستان ، ترکېې او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې پرده پورته کړه .
کرزي دغونډې په پای کې دمطبوعاتي ناستې په ترڅ کې دېوې پوښتنې په ترڅ کې ،چې طالبان غواړي په ترکیه خپل دفتر ولري کرزي ېې په ځواب کې وویل : ما دطالبانو دا غوښتنه له ډېره پخوا اوریدلې ده او زه به ډېر خوښ شم که استنابول دطالبانو کوربه شي په دې ترڅ کې به مو خبرو او جوړجاړي ته لار هواره کړې وي .
ډيلي تلیګراف پخوا هم خبر ورکړې و چې طالبان غواړي په ترکیه کې خپل یو دفتر ولري .