د ملي دفاع وزارت او امريکايي ځواکونو د څېړنو له مخې د 42 ميليون ډالرو په ارزښت هغه دارو درمل چې د امريکې له خوا ملي اردو ته ورکړل شوي وو، د دې پر ځای چې ناروغانو او ټپيانو ته ورسيږي ، شخصي جېبونو ته تللي او غيب شوي. د څېړنو په پايله کې څرګنده شوې چې د ملي دفاع وزارت د روغتيا رييس جنرال احمدضيا يفتلي دغه دواګانې پلورلي او پيسې يې په خپلو جيبونو کې اچولي دي.
د يادولو وړ ده، چې پخواني لوی درستيز بسم الله محمدي ، دفاع وزير رحيم وردګ بې صلاحيته کړئ و او ټول قراردادونو او نورې چارې يې په خپل ﻻس کې اخيستې وې، او په ټولو ځايونو کې ېې د شمال ټلوالې پورې اړوند کسان ګمارلي وو.
اوس مهال بسم الله خان محمدي په کورنيو چارو وزارت کې لويه قومي او سمتي تصفيه پيل کړې تر څو ځانته هماغسې چاپيريال برابر کړي، کوم يې چې د دفاع په وزارت کې درلود.
د يادولو وړ ده، چې پر ځينې غلاګانو خو دوی هېڅ نه شرميږي او په ښکاره يې کوي. يوه بېلګه يې دا ده کله ، چې بسم الله خان د کورنيو چارو وزارت د وزير په توګه وټاکل شو ، له ځانه سره يې د دفاع وزرات 21 موټرونه هم له ځانه سره يوړل، چې يوازې دوه يې بېرته له دې امله ستانه شول، چې له تخنيکي پلوه نور د کار نه وو.
وروستي