ولس در څخه ستړی  خو ولس ويده دی

د ۱۳۵۷ کال نه تر نن ورځې ټولو هغو سیاسي، ګوندي، مذهبی، توکمي او ژبنې  مشران، روحانیون  او فعالینو ته چې د هیواد په بې پایه ناورین، فساد او ورانولو کې ښکیل او په شکل د اشکالو ونده لرلي خطاب!
‎او پر ځوان کهول غږ!!! 
‎نور ولس له دوی ستړی دي؛
‎بس ده د اسلام له نوم تر شا خپلی ګټي پلل؛ 
‎بس ده د ولس له ادرسه خپل جیبونه ‌‌‌‌‌‌ډکول؛
‎بس ده د ولس له ادرسه خطاب کول، چې ولس زموږ سره دی، نه هیڅ کله نه! تاسو نور د ولس استازی نه یاست او نه هم ولس منلي مشران ياستی. ‎تاسو زموږ دخاورې  او ولس عزت لوټ او خرڅ کړ، ‎تاسو زموږ په وینو ولمبل. 

‎ستاسو تش په نوم مبارزې، انقلاب او جهاد  د نړی او افغانستان تر ټولو بدرنګ څلویښتو کالن تاریخ، ستر ناورین، بدبختی، غم، بې وزلي، بې کاري، لوږه، تنده او سلګونه نور افتونو لامل شول، او نن هم نه پریږدیئ چې یو با ثباته او په خپلو پښو ولاړ، پرمختللی او بسیا افغانستان ولرو. تاسو ته ستاسو اغراز د ولس او هیواد تر منافعو غوره وو او دی. زما د هیواد اوسني مشران او سیاسون نن هم د ژبې، توکم او اسلام تر چتر لاندی خپلې انفرادي ګټی پالي، ددی پر ځای چې سم دولت او نظام جوړیدو ته کار وشې دوی مونږ په ‌‌‌‌‌‌ډلو او ټپلو وېشي. 

‎دوی  زموږ د تاریخی هیواد د پنځو زرو کالونوارزښتونه تر پښو لاندې کړل. بس ده نور، که پر ستر رب [ج] باور لرئ، ځان ته ملسمان ویاست، نو د الله [ج] له قهره ویره وکړې، نور زموږ کړیدلی ولس مه کړوئ.  تاسو که هر څوک وی، د هر چا ګټو ساتونکي وی، نور نو موږ خپل حقه حق نه درپریږدو. 

‎د هیواد هیڅ ځوان او پيغله به نور ستاسو د خودغرزه افکارو ښکار نشي، ځوان نسل نور را ویښ شوی، د دې هیواد او ولس ملي ګټې او ارزښتونه پيژني. هغه ورځ لرې نده چې هر پيغله به ملاله او هر ځوان به میرویس خان شي. له غاړو به مږ راو نیسي او د انصاف غوښتنه به درڅخه وکړي. ټول ته به ووایي ورځئ ولاړ شئ زموږ له کډه وکړئ، ورشئ د ژوند اخیرې شپې مو د هغه بادارنو د لمنې لاندې صبا کړئ چا چې د مور درکړې شیدو پر وړاندی راولاړ کړې او د خپلې مور لمن مو پرسر ورواړوله. تاسو زموږ نه یاست. تاسو دلته نور پردې یاست. ورک شئ موږ پریږدئ، تر څو د یتیم پر سر لاس راتیر کړو.‎ پریږدئ تر څو د بورې مور ټپي زړه ور ملهم کړو. ‎پریږدئ ترڅو د کونډې خور په غم ور شریک او لاس نیوی  يې وکړو. 

‎تاسو اقتدار او منصب دومره لیوني کړی چې په سترکو ړنده، پر غوږ کاڼه، په روح او راوان مو توره شپه ده.  تاسو لا هم موږ پر ژبو، مذهبونو، توکمونو، کمونیست، مجاهد، طالب، داعش او نورو ویشئ.

‎ستاسو د حق ویلو ژبه ګونګه، د حق د لیدو سترکي ړندي دي، د حق د اوریدو غوږ کوڼ دی. انصاف مو له وجدانه کډه کړي. ځکه ستاسو وجدان مړ دی.  ورځئ پر مخ مو ښه، رب دې تاسو ټولو ته سل کاله نور ژوند هم درکړي خو د رنځونو، کړونو او افتونو ‌‌‌‌‌‌ډک ژوند، تر څو د خپلو کړنو جزا په دې دنیا ووینئ. 

‎ستاسو په څیر مشرانو له برکته  افغان انسان نن هم د ۲۱ پيړۍ د نړی تر ټولو خوار، ورو سته پاتې، د دنیوي ټولو رحمتونو بې برخې، د غلامانو غلام، د نړۍ د هرې دروازی سوالګرشو. ‎د هیڅ صیال سره سیال نشو. 

‎ستر رب خو په خپلو لورونو په هره برخه کې نازولي، دښتي او غرونه مو د لعلونو او جواهرو ‌‌‌‌‌‌ډک، د مندلیف جدول ټول قیمتي عناصر مو د خاورې لاندې او پر سر پرته خو موږ ترې دسالمې ګټې جوګه نشو.  

‎پر ټول ځوان کهول غږ کوم، چې له خپل رب او وجدان سره وعده وکړي چې نور به د هیڅ  داسې مشر پر پله پل نږدو چې مونږ پر ژبو، توکمونو، مذهبونو او ‌‌‌‌‌‌ډلو ویشي. 

‎راځئ، دا کنډواله او ویجاړ وطن په خپله راته لکه جنت جوړ کړو، له بل چا تمع پرې لرئ.  

‎متل دی چې وایی خپله لاسه، ګله لاسه 
‎مټې راونغړئ، ځانونه د وخت د علم او پوهې پر زیورسمبال کړئ لاس په کار شئ. ‎شپه اورځ یو کړئ، خو کار وکړئ. ‎مونږ د نړۍ له کاروانه ‌‌‌‌‌‌ډیر شاته پاتې يو. 

‎پر هغه لار مزل پیل کړئ چې د نړۍ د ۲۱پیړۍ پرمخ تللي هیوادونو پرې مزل کړی، د دوی پر تجربو، نوښتونو، اصلاحاتو، ټیکنالوژۍ، ساینس او پوهه ځانونه سمبال کړئ، ‎تر څو په کم وخت او په کمو امکاناتو اوږد مزل وکړای شو، له سواله خلاص او خود کفا شو.  

‎د هیواد ځوان کهوله! که غواړئ چې په هیواد کې دا ستر ناورین د تل لپاره پای ته ورسیږي، بیا نو ژب پرستي، ملیت پرستي او او نور پریږدئ، راپاڅئ او لاس په کار شئ، یو موټی شئ، د ټولو توکمو ځوان نسل لاسونه سره ورکړئ ملي او ټول شموله خوځښت رامنځ ته کړئ، د هیواد ملی ګټو ساتنه وکړئ، نور چا ته وخت مه ورکوئ، تر څو ستاسو پرراتلونکي مو لوبې وکړي. 

‎ستاسو راتلونکی ستاسو په لاس کې دی،  خپل راتلوکی په خپله وټاکئ. ‎دا خاوره ستاسو پلارنی میراث دی، جوړول او ابادي یې پر تاسو ده. په خپل یووالي د هر دښمن لاسونه ورغوڅ کړې. ‎په یووالي کې هم واک شته او هم ځواک!

‎د یو موټي، ودان او پر مخ تللي افغانستان په درشل کې، ان شاء الله