په سعودي عربستان کې دورځې 66 مېرمنې طلاق اخلي


په سعودي عربستان دکورنیو شخړو یوې کارپوهې له دې پرده پورته کړې ده ،چې په سعودي عربستان کې هره ورځ 66 مېرمنې طلاق اخلي او تر ټولو ستر لامل ېې دمېړه ناوړه غواروې دی .
افتخار ال دهنیم په یوې تلویزوني مرکې په دې اړه خبرې کولې او زیاته ېې کړه ،چې دا شمېرې له ګواښه ډکې بللې شي او کیدای شي دټولنې دپاشل کېدو لامل شي ځکه هره ورځ 66 کورنۍ له دې ډول حالت سره مخ دي .
افتخار ال دهنیم د طلاق نور لاملونه داسې په ګوته کړل دمېړه ناسم غواروې ، دمېرمن دا ړتیاوو نه پوره کول ، فکري اختلاف او پردې سربېره دچاپیریال توپیر .