نړۍ کې کرونا ويروس او سويلي امريکا کې د بنديانو وضعيت 

الجزيره 
نړۍ کې کرونا ويروس او سويلي امريکا کې د بنديانو وضعيت 
روهي (درې نۍ/۹ د غوايي)، کرونا ويروس، د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر سويلي يا لاتين امريکا ته هم  خپور شوی دی. د سويلي امريکا ال - سالوادور هېواد چې د کرونا ويروس مثبتې پېښې لري خو د بنديانو په اړه يې قوانين د کرونا ويروس په خپرېدو سره هم نرم شوي نه دي او سخت پلي کيږي. 

د  ال - سالوادور ولسمشر نایب بوکله حکومت ته امر کړی دی چې زندانونو کې دي اصول سخت کړي او د کرونا ويروس د خپرېدو پر اساس دې د هر  ډول کړکېچ مخه ونېسي. تېره جمعه ال سالوادور د وسله والو له خوا ۲۰ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول. استخباراتي ادارو ويلي دي چې دغه بريد په زندانونو کې د بندي کسانو وسله والو ګروپونو  کړی  او د خپلو مشرانو د خوشي کېدو په پار يې تاوتريخوالي ته لاس اچولی دی. 

رسنيز شوي انځورنه ښيي چې د ال سالوادور په يو مرکزي زندان کې په لسګونه بنديان چې ځينو يې خولو ته ماسکونه اچولي دي، يو بل سره ښخ کېنول شوي دي او د غېر قانوني وسايلو، نشه يي توکو او وسلو د شتون په شک يې  کوټې يا اطاقونه پلټل کيږي. هر اوونۍ د ال - سالوادور حکومت يوه په زندانونو کې جدي پلټنې او څار تر سره کوي. 

دغه زندانيان چې د بدن په ځيني برخو يې خالونه يا ټاټوګان لري دا په ګوته کوي، چې د قاچاق، جينايي جرمونو، وژنو او مافيايي ډلو سره تړلي دي. د ال - سالوادور لسګونه پوځيان د بنديانو پر سر ګوته پر ماشه د تيارسي په حالت کې دي او که چېرې بنديان د بغاوت جوړنې هڅې وکړي، نو ژوند به يې د مرګ په خوله کې واچول شي. 

سويلي يا لاتين امريکا کې  مافيايي ډلې، انسان قاچاق، مخدره موادو راکړې - ورکړې، جنيايي جرمونو او د قانون پر وړاندې سرغړونې ژورې رېښې لري او له ډېر پخوا د سويلي امريکا په ډېری هېوادونو کې شتون لري. د ځينو شمېرونو پر اساس د سويلي امريکا په زندانانو کې له يو - نيم مېلېون  ډېر کسان د جرمونو په تر سره کولو بنديان دي. که څه هم د سويلي امريکا هېوادونو کې ترهګرې ډلې او خپلمنځي سياسي جګړې شتون نه لري، خو د مافيايي کړيو شتون  په ياده وچه کې بې سارې دی.