د ثور اومه او اتمه د ولسي قضاوت په محکمه کې

د کرونا د لوړې کچې ګواښ سره سره مو د د غوائي اومه نه هيريږي. په دغه تړاو زمونږ ډيرى خلک د معلوماتو د نشتون له امله په تيارو کې ژوند کوي.
 
د ثور اومه، زمونږ د وياړلي تاريخ منحوسه ورځ!
پوره دوه څلویښت کاله وړاندې ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه د سردار محمد داود تر مشري لاندې جمهوري حکومت باندې د کمونست پلوه خلقیانو خونړئ کودتا ورځ.

هو، هغه د ګردونو او بادونو ورځ. هغه ناورين زيږونکې پنجشنبه. د وحشتونو ظلمونو ناورينونو توره منفوره مردوده او مغضوبه ورځ چې زيږولئ ناورين يې لاهم ادامه لرى. د تره کي حفيظ الله امین ببرک کارمل نجيب او نورو چپيانو د اتڼونو ورځ، خو د ملت او ولس د غمونو او ماتمونو ورځ!
 
د ولسمشر محمد داود خان او ټولې کورنئ د ټړل وژنې ورځ چې تورسرې او د دريو اونيو ماشومان هم په مرميو وويشتل شول. له عدلي او قضايي پروسس پرته په بلدوزرو باندې د لاس تړلو لسګونو زره بنديانو له خاورو لاندې کولو د پيل ورځ.د کور کالي ډوډئ تر غولونکي شعار لاندې د کليو د بمباردول د خلکو په کتارونو باندې د مرميو چلولو د بدبختي د بنسټ ايښودلو ورځ. د کليو کورونو او بانډو د بمباردونو او په توپونو د نړولو د پيل ورځ. د دوه ويشتو لکو افغانانو د بي رحمانه او وحشيانه وژلو د پيل ورځ. له هغې ورځې وروسته بيا تر ننه مو نو سهار او ماښام په جګړو او وژنو پیل او پای ته رسیږي.

دا چې د ثور ۷ نېټې بې وزلي کړو، اقتصاد یې رامات کړ، ویې وېشلو، خلقيان او پرچميان يې د پردئ مفکورې د ترويج لپاره کرايې قاتلان جوړ کړل، د هېواد مینه او افغاني انګیزه یې ورڅخه سلب کړه، نو ملت او ولس مو په تلپاتې ناورين اخته شو او مونږ لسګونه کلونه وروسته لاهم د قدرت د وږو انسانانو د شيطاني هوس او دوزخي حرص بيه ورکوو.

خلق او پرچم د پرولتاريای جهان د حمايت چيغې ووهلې ؛ خو په افغانستان کې يې کارګران ژوندي تر خاورو لاندې کړل.

يوازې د لغمان د عليشينګ ولسوالئ کې يې شپږ نيم سوه تنه همدغه کارګران ژوندي په خاورو کې خښ کړل.

په کنړ کې يې د کرهالې په سيمه کې ١۲۶٠ تنه بزګران د ايمان په جرم په يو ځای په ګولیوغلبېل غلبېل کړل.

دهرات په ولایت کې یې په یوه ورځ څلیریشت زره بې ګناه افغانان د ټانکونو ترچاینونو لاندې کړل….

په افغانستان کې دهغه مهال پوځي لوی سلاکار جنرال(الکساندرماريوف) په خپل کتاب (په افغانستان کې ریښتیا څه تېرېدل) کې لیکي چې:
دهرات په پېښه کې یوازې ډاکترنجیب درې سوه افغانان په خپل لاس یوپه بل پسې ووژل….!!!
جنرال اليکساندر ماريوف لیکي چې ببرک کارمل به ویل چې:«هرڅه به ترکمونېزم اولېنینیزم ځا ر کړي او….

هغوی په ډېر جرئت سره دا خبره کوله چې :
د افغانستان له پا ره يوازې کمونیستان بسنه کوي او نور خلک بايد ټول د هغوی په پښو کې قرباني شي.
د همدغې پروسې د تطبيق له پا ره د ١٣٥٨ کال د مرغومې په ٦مه نېټه کمونیستانو روسان هم زمونږ په هېواد راوخيځول.

خلق او پرچم نه ملا پرېښود ، نه خان، نه يې په محصل او متعلم صرفه وکړه او نه په فني او مسلکي خلکو. هره ورځ په سلګونو خلک نيول کېدل او تر شکنجو وروسته دآمو سندته غورځول کېدل اویا په پلیګونونو او نورو ځایونوکې کې ژوندي ترخاورو لاندې کېدل.

ايا دا وحشت او بربریت کم ده چې له همدغو د خلق او پرچم له مخکښانو څخه مو نفرت ته وهڅوي؟


د ثور اتمه يا هم د ملت د جهادي افتخاراتو د ليلام ورځ!
د ثور اتمه هغه ورځ ده چې افغان ولس د جهاد دروند پيټئ منزل ته رسولئ وه. تمه يې درلوده چې خپل ارمانونه پوره وويني او په هېواد كې د قانوني حکومت، سياسي خپلواكي ، زمكنئ بشپړتيا، اسلامي عدالت، ورورولي، پرمختګونو شاهدان واوسي او د بيا جوړونې لړئ پيل شي. خپل هېواد د نړئ له نورو هېوادونو سره سيال وويني او په خپل دسترخوان باندې د خپلې ډوډئ له خوړلو څخه خوند واخلي. خو متاسفانه هغه ملت چې کم او زيات دوه مليونه سرونه يې قرباني ورکړې وه او هېواد يې په يوه كنډواله بدل شوى و، د ځينو جهادي مشرانو لخوا واک ته د رسيدلو هوس له امله له داسې بوږنونکو كورنيو جګړو سره مخامخ شو چې مونږ يې د خپل هېواد د تاريخ په اوږدو كې سارئ نلرو.

دې خونړيو جګړو دا ورځ د افغانستان د خلكو د بري ازادي او خپلواکي ورځ نه؛ بلكه د هغه سياسي جهادي مشرانو د بري ورځ وګرزوله چې د خلكو د بچيانو د سرونو په بيه واك ته ورسېدل؛ خو الهي احکامو، د ملت ارمانونو ته يې شا كړه او د شخصي ګټو د لټون په سمندر كې لاهو شول!

پوره باوري يم چې د افغانستان خلكو هغه فكر ته ماتې وركړه چې له ديني معتقداتو، ملي ارزښتونو، قومي، قبيلوي جوړښت او دودونو سره يې په تكړ كې وه او د هغه ستر نړيوال ځواك نړېدلو ته يې لاره اواره كړه چې د خپلو سترو موخو د عملي كېدلو له پاره يې، افغانستان ته په لسګونو زره پوځيان استولي وه.

د ثور له اتمې څخه وروسته د واک کورنيو مجنونانو او د ګاونډيانو لاسوهنو افغانستان له داسې خونړئ كورنئ جګړې سره مخامخ كړ چې وچ او لانده يې يو ځاى وسوځول او د افغانستان پاتې مادي او معنوي شتمنئ يې په سيند کې لاهو كړه.

افغانستان اوس هم له بده مرغه په هغه اور کې سوځي چې کمونستانو دوه څلویښت کاله مخکې بل کړئ وه او ځينو جهادي مشرانو دغه اور ته د سون توکي برابر او دوام يې ورکړ . هغه مشران چې د واک په سر يې ناروا جګړه وکړه افغانان يې ووژل کابل يې کنډواله کړ جهاد يې بدنام کړ افغانان يې ټولې نړئ ته د جګړه کونکو په توګه وروپيژندل د رب الجليل په نزد محکوم او د دغه وياړلي ملت په نزد منفور دي. ولس دغه ورځ د هغو سترو او مقدسو ارمانونو د خاورې کيدو ورځ ګڼي کوم چې د دوه مليونه سرونو قرباني کولو په بيه هم پوره نه شول.

د جهادي سنګر اصيلو بچيانو خو هڅه وکړه، منډې يې وکړې، په تشو نسونو يې ډيرې شپې سبا کړې، شکنجې او بند خونې يې وزغملې، بريښنايي شارټونو يې وينې وزبيښلې، په پوليګونونو کې لاس تړلي ژوندي تر خارو لاندې کړاى شول، په کتارونو کې ودرول شول او مرمئ ورباندې وچليدې، بمونو يې غوښې ونو ته پورته کړې، بمبارونو تر خارو لاندي کړل. د ګران او خوږ وطن پريښودو ته مجبور کړاى شول. د پردي وطن له محروميتونو مجبوريتونو او محکوميتونو ډک ژوند يې هډوکي وراسته کړل. پرديو يې له مجبوريت او مظلوميت څخه ناوړه ګټه پورته کړه. دوه ويشت لکه انسانانو قرباني انسانانو قرباني ورکړه. شوروى يې مات او يرغلګر يې وشړل، د برلين ديوال ونړيده، د مرکزي اسيا هيوادونه يو پر بل پسې ازاد شول او د وارسا تړون مات شو، خو د ځينو جهادي مشرانو د واک غوښتنې له امله يې خپلې موخې ترلاسه نه کړاى شواى. اسلامي نظام يې قائم نکړاى شو. هدف ته له رسيدو وړاندي د ګوړو په خوږو زهرو ووژل شول. د کورنیو جګړو له امله ناهيلي شو. د هيلو غوټئ يې له سپړيدو وړاندې ګلئ ووهلې او د شهيدانو ارمانونه يې نيمګړي پاتې شول.

اوس دا زمونږ ديني او ملي دنده ده چې لږ شان خپل سرونه ګريوان ته ښکته او فکر وکړو چې که څو وږي تږي مشران د واک په سر جګړه کې ښکيل شول، کابل يې وران کړ او د جهاد د بدنامي لامل وګرزيدل، نو ايا مجاهد او جهاد ته به بد رد ويل مناسب کار وي؟

راځئ چې د هوا او هوس هغه مزدوران وغندو چې نه معیارونه لري او نه هم ستاندردونه. د دين او وطن نوم يې واک ته د رسيدو او په واک کې د پاتې کېدو لپاره وکاراوه او لا يې هم کاروي.

پرون يې افغان بچيان د وطن او دين دښمن په نوم په يو او بل ووژل او نن ورسره د واک ترلاسه کولو لپاره ايتلافونه جوړوي. پرون يې دواک لپاره کابل کنډواله کړ او نن ورسره غاړه غړئ دى.

اوس مونږ له جګړو څخه ستړي شوي يو. مونږ ناهیلې شوي يو.
هو، زه له جګړو څخه ستړئ شوئ يم. زه نا هيلئ شوئ يم او زه له افغان وژنې کرکه کوم.
زه د افغانانو ترمنځ د يووالي او د مشترکاتو په بنسټ خپلمنځي اختلافاتو ختمولو سخت پلوي يم. خو د واک او شخصي ګټو لپاره له پرونى دښمن سره په سپيڅلو نومونو ايتلافونه جوړول د ولس په سترګو کې د اغزي اچول ګڼم او دغه ناوړه کړنې د هيواد ولس، ديني مقدساتو او ملي ارزښتونو سره جفأ بولم.
خو نن مونږ د ستونځو په ګرداب کې نښتي يو. نه غواړو د افغانانو ترمنځ نفرتونه زيات او تير حسابونه راوسپړو. مونږ وايو ګذشته را صلوات. راځئ د سبا غم وخورو.

که شورويان د څوارلس زره او امريکايان د دوه نيم زره عسکرو له وژلو وروسته په خپلو ناکاميو باندې فکر کوي چې دا لاره د بريا نه ده، نو مونږ د شااوخوا دوه نيم مليونه افغانانو له لاسه ورکولو وروسته ولې فکر نشو کولاى چې د افغانانو ترمنځ جګړه نوره قطعاً د حل لاره نه ده.

نور جنګ بس دی.
نوره مو د جګړو د سندرو اوريدلو حوصله هم ختمه ده. هديرې مو تر کليو او ښارو را ورسيدې. هره کوڅه مو له يتيمانو ډکه ده. هره کونډه د وږو ماشومانو سرته ناسته ده. نورې مو اوښکې وچې دي. نور مو مه وژنئ!