افغاني ټولنه کې ښځې ته د مال په سترګه کتل کیږي

افغانان یوازینۍ ملت ندی چې ښځې ته د خپل مال په سترګه کسي په پاکستان او ایران کې هم دا فرهنګ او روحیه عامه ده. ښځې ته د ملکیت په سترګه کسي؛ خو د ناموس، عزت، تورسرې، ضعیفه، آبرو او نورو نومونو لاندې یې د معنا د بدلولو کوښښ کوي؛ خو مفهوم هماغه یو دی. 

کله چې یو هلک بداخلاقه وي یا د کوم سړي بداخلاقه ویډیو ووځي نو هېڅ ښځه نه وایي چې زما عزت یې خراب کړ؛ خو یوه جنۍ که ایله دروازه کې ماشوم پسې وګوري نو سمدستي پټکي او شملې ځوړنده شي.

که واویې چې ښځو ته د واده اختیار ورکړئ نو درته وایي چې اول دې ما ته خور/لور راوباسه که زه یې خوښ شم او وخاندي، دوی ځکه وایي چې خور/لور دې راوباسه چې فکر کوي خور/لور خپلواک انسان نه دی بلکې د چا مال دی، که خدای خپلواک انسان پیدا کړې نو زه یې ولې یو کار ته راوباسم یا یې ترې محرومه کړم؟ موږ چې وایو ښځو ته په خپلواک ډول د واده، تعلیم او کار حقونه ورکړئ نو وایو چې مثلاً هغوی ته اجازه ورکړئ چې خپله انتخاب وکړي چې تعلیم کوي که نه؟ کار کوي که نه؟ 

ولور، بدو کې ورکول، بدل پرې کول او نورې بېلګې هم کمې ندي چې ښځه مال او ملکیت ثابتوي.

افراطیان خو د دین مذهب په نوم فکر کوي ټوله نړۍ باید دوی جنت ته بوځي که په زور وي که په رضا، هغوی خو سړو ته د انتخاب حق لا نه ورکوي ښځه خو تر څاروي هم ټیټه ګڼي.

دا د ملکیت فکر حتی روښنفکرانو کې هم شته، د ښځې په نوم شرمیږي، که ورته واویې د فلانۍ مېړه! نو سخت غوسه کیږي او یو بل د ښځې د نوم په اخیستلو سره ځوروي او ټوکې پرې کوي. زه یو کس پیژنم هره غونډه کې د نورو میرمنو ته چک چک وهي؛ خو خپلې لوڼې ښوونځي ته نه پریږدي او مېرمن یې څو ځلې وهلې ټکولې هم ده چې ولې د ښوونکې په توګه دنده کول غواړي. ځینې روښنفکران بیا دا هم نظر کې نه نیسي چې ستا کورنۍ پخپله خوښه بهر فعالیت نه کوي او که تا بند کړي دي خو چې د ښځو د حقوقو غږ وکړې نو بې قید و بې شرطه باید خپله ښځه غونډې ته راولې ګني دروغ وایې، یعنې ښځه ستا مال دی که د هغې خوښه نه وي هم باید رایې ولې تر څو دوی ستا روښنفکري ومني او وړې لور ته ښوونځي ته د تلو لپاره اجازه ورکولو باندې یې فکر وکړي. 

نن چې دا لېکنه کوم، د مئینانو ورځ ده او نن چې څوک د مینې مبارکي واویي نو سمدستي ورته ویل کیږي چې څنګه خور ته دې هم چا مبارکي او ډالۍ ورکړه او که نه؟ یعنې د پسخند په توګه ورته وایي چې ستا مال او ملکیت یعنې د خور حال دې وایه، هېڅکله یې ونه ویل چې ورور دې هم چا ته ډالۍ ورکړه یا یې مبارکي واویله؟

دوی لکه تېر کې مو چې وویل ښځو (میرمنې، خور، لور، مور) ته د مال په سترګه کسي. دوی ښځې ته د خپلواک شخصیت په سترګه نه کسي بلکې هرو مرو باید د ورور، پلار، زوی، مېړه، خسر، لېور، کاکازوی، کاکا او نورو ملکیت باید واوسي او د هغوی عزت، ناموس، شرم، شمله او نور باید اوسي. 

د خلکو شخصي حریم ته درناوي څخه لا په کیلومترو لېرې یو؛ خو که یوازې ښځینه پوړ ته د خپلواک شخصیت په توګه وکسو نو دا به د ټولنې لوی پرمختګ وي.