فکر د پوهې یا د یو څیز د علت د معلومولو ظرفیت ته وایي، مفکر هغه چا ته وایي چې پوهه ولري یا غواړي ځان پوه کړي. روښنفکر چې انګلیسي یې" Intellectual" او نږه پښتو یې "روڼ آند" راځي بیا د غربي تاریخ رڼا کې هغه مفکر دی چې د خپلې پوهې ظرفیت د خپلې ټولنې په خېر وکاروي او که په دې لار کې قربانۍ ته اړتیا وي ځان ونه سپموي.
روښنفکرۍ کې تر ټولو مهمه موضوع د خپلې ټولنې او شاوخوا پیژندګلوي ده چې خپل ټولنیز او ملي ارزښتونه وپیژني، سم ناسم یې وتلي او بیا په یوه معقوله لار کار وکړي تر څو ټولنه له تیارو او بدبختیو وباسي. روښنفکر دواړه اړخونه یعنې هم تیوري لري چې د خپلې ټولنې په ژور لید او پوهې ولاړه ده او هم عمل لري چې حتی په دې لار کې قرباني هم ورکوي. د پوهې لپاره هغه ټولنپوهنه، تاریخ، روانپوهنه او نور د هماغه وخت علوم لوستي وي او په اړینو برخو کې یې ښه په کوښښ سره مطالعه کړي وي؛ له ټولنې خپلواک تحلیل لري او پوهیږي چې د ټولنې ستونزې یې کومې دي، کومو څیزونو څخه څه ډول کار اخیستل کیدلی شي تر څو ستونزې حل شي. د عمل وخت کې هم خپله پوهه د مال او امتیاز د ګټلو لپاره نه بلکې د ټولنې په خېر یې لګوي، د دغه کار لپاره د وخت، مال، شهرت او آن ځان قرباني هم ورکوي.
د ډېرو نورو پدیدو په څېر وطن ته د روښنفکرۍ پدیده هم راوارده شوه. دا پدیده داسې جوړښت لري چې باید هماغه ټولنه کې رامنځته شي او د هماغې ټولنې په حقیقي ارزښتونو او حقیقي اړتیاوو ولاړه وي.
غربي روښنفکري پر غربي ارزښتونو ولاړه وه او بده یې لا دا چې چا چې دلته عملي کوله هغوی هم نه وه زده. لوکس لباسونه، په بهرنۍ ژبه ګړېدل، بهرني خواړه خوړل، نشې کول، خپل فرهنګ او دین پسې پسخند وهل او سپی یا پیشو ساتل د روښنفکرۍ علامې شوې آن ډېرو ته ځان کم ایسېده چې د خپل کلي ملا سره دوې کیسې وکړي تر څو د له منبر څخه د دیني چوکاټ دننه د ټولنې ستونزې حل کړي. د یو سپینږیري ملک د اشر وړاندیز منلو او هڅولو پرځای د غرب بسپنې ضایع کول پیل شول. تېرو ۱۹ کالونو راهیسې د دغې روښنفکرۍ پایله هم ښکاره ده چې نه یوازې ټولنه یې له تیارو ونه ویسته بلکې نورو روښنفکرانو ته یې هم مزل سخت کړ او دا لاره یې بدنامه کړه. یو څو له غرب راغلو ځوانانو او پیغلو د روښنفکرۍ پر نوم سوداګري وکړه، څوکۍ یې ترلاسه کړې؛ خو د غرونو جونې یې ښوونځي ته نه راوستې او نه یې د مړیدلو فکر ورته وکړ. دوی که غوښتي وای هم نه یې شول کولی ځکه دوی د دغه چاپیریال محصول نه وو، ځینې یې نسبتاً ښه روحیه لرونکي روښنفکران وو؛ خو یوازې د هماغه غربي هېواد لپاره ښه وو. تر دې وړاندې هم د روښنفکرۍ په نوم ولس کې خلک راپورته شول چې هغوی هم روښنفکري له خپلې ټولنې نه وه اخیستې بلکې وارده کړې یې وه چې بلاخره د ملیونونو انسانانو د ژوند په ختمیدو، خرابیدو او بربادیدو سره پای ته ورسېده.
کوم څوک چې خپله حجره جومات یې نه وي پاللي دلته ورته نه څوک درناوی کوي او نه ده ته د ټولنې ارزښتونه او باریکۍ ورمعلومیږي. افغان روښنفکر باید ټول دیني، ملي او ټولنيز ارزښتونه وڅیړي؛ اولویتونه وټاکي؛ خنډونه داسې لیرې کړي چې له ګټې یې تاوان ډېر نشي او د دغه تګلارې د عملي کیدو لپاره باید هر ډول قربانۍ ورکولو ته هم حاضر وي.
دلته چې څوک د جونو ښوونځي ته د لیږلو عامه ذهنیت جوړولو لپاره پنځه ورځې ټیکری نشي په سر کولی هغه روښنفکره نه ده، چې څوک د سر چوټي نشي قربانولی هغه روښنفکر ندی، چې څوک پیسې او څوکي د ټولنیزو ګټو لپاره نشي پریښودلی روښنفکر ندی. روښنفکر له خپلې خوښۍ او خوښې څه چې له سر څخه هم تیریږي تر څو ټولنه له تیارو وباسي. ناظم حکمت د ترکي ادب لوی شاعر شاید همدا وضعیت لیدلی وي چې ویل یې " که زه ونه سوځم، ته ونه سوځې نو دا تیارې به څوک څیري؟".
په دې هیله چې افغان روښنفکران ډېر شي او د روښنفکرۍ بدناموونکو سوداګرو ټغر ورټول شي.
وروستي