ځان وژنه او عوامل یې

ځان وژنه د خپلې ساه په خپله اخیستلو ته یا په خپله خپل ژوند پای ته رسولو ته ویل کیږي.

دا چې ولې یو څوک د ځان وژنې اقدام کوي ډیر عوامل لري خو پر ځینو مهمو او عمده یې غږیږو، تر ډیره لاندې عوامل کیدلی شي:
— د حقارت احساس؛
— د قربانۍ ورکولو احساس؛
— ناڅاپي د انتظار خلاف پېښې؛
— د ژوند معنا او مفهوم له لاسه ورکول یا د ژوند پوچ ګڼل؛
— غچ اخستل.
د حقارت احساس له مخې هم ځان وژنه رامنځته کیدلی شي، یو څوک چې د حقارت احساس ولري او ځان له نورو حقیر ګڼي که په سالم ډول یې د جبران وس ونلري او د تکبر، غیبت، جز نګاري(وړې نقطې نیول) په واسطه هم خپل حقارت پټ نشي کړی نو بیا په ځان وژنه لاس پورې کوي.

په دغه ډول احساس سره شاید یو څوک رښتیا له نورو ټیټ وي لکه معیوب او معلول یا بدرنګه څهرې والا او یا کیدی شي د خلکو یا ځان لخوا ورته دا احساس تلقین شوی وي لکه د شرم له امله د حقارت احساس چې د شرم له امله ځان وژنه دغه برخه ده.

د قربانۍ ورکولو د احساس له مخې ځان وژنه:
دا ځان وژنه په هغو کسانو کې وي چې د یوې عقیدې، مفکورې یا یو خیال لپاره ځان قربان کوي لکه ځانمرګي بریدونه، د وطن لپاره د ځان وژل او نور. مثالونه یې لکه تروریستي بریدونه، د جاپان کامیکازي ځان مرګي چې د وطن لپاره یې له الوتکې سره ځان پر بېړیو ورغورځاوه.

دا ډول ځان وژنه د دې لپاره هم کېږي چې د ټولنې پام یوې خاصې موضوع ته لکه بې عدالتي، ظلم یا نور ور واوړي.

ناڅاپي پیښې: 
کله چې یو څوک ناڅاپه مالي، عاطفي یا روحي صدمه وویني لکه سوداګرۍ کې لویې ماتې، ناکامه مینه، د یو خپلوان یا ګران شخص مړینه، یا د فرد سره روحي تشدد وشي او بیا یې نوموړی ونه شي زغملای نو په ځان وژنه لاس پورې کوي او دا د خلاصون لار ګڼي.

د ژوند پوچ ګڼل:
دا هم یو لوی عامل دی. ځینې خلک چې په دې دنیا بل ارمان او هیلې نلري او یا هم هغو هیلو ته چې غواړي یې رسیدلي وي او نور د کوښښ او هڅې لپاره انګېزه نلري په دې کټګورۍ کې هم مادي اهداف راځي هم معنوي لکه یو څوک شهرت غواړي ورورسید نور نو ژوند پوچ ګڼي ځکه بل څه د غوښتلو لپاره نلري، یا هم ډیرې پیسې یې غوښتې او پیدا شوې خو اوس نور د څه شي خوند نه اخلي ځکه تکراري دي یا هم داسې خپلوان یا دوستان نلري چې هغوی د ده(فرد) سره مینه وکړي او دی (فرد) د هغوی لپاره ژوند وکړي، بې عقیدې کیدل یا پر خدای باور نه لرل او یا کمیدل هم دې ژوند د پوچ ګڼلو او بلاخره د ځان وژلو لامل کیدلی شي.

غچ اخیستل:
ځینې ځان وژونکي غواړي له خپلوانو دې هغوی د بېغورۍ غچ واخلي، دوی فکر کوي چې په مرګ سره به پلار، مور، کورنۍ او ملګرو ته سزا ورکړي او هغوی به د ځان په نشتون او مرګ وځوروي.