د مور دعا

اجمیرپه نازکو لاسونو د خپل ذهن انځور په نمجنو خاورو کې ښکاره کولو، د هغه په دغه کار کې یوه هیله نغښتې وه، چې وخت یې ورکړی و، زړه یې پرې بایللی و، په خوږه ژبه یې ویل چې کول جولومه، دا نو هغه وخت و،لمرد قبلې دېوال ته په هینداره کې کتل، اراده یې بدله وه، د تللو نیت یې درلود، هلته د غرونو ورهاخوا یو څه راروان وو چې ترډېره پرې د شپې شک کېده، په تېزو قدمونو راونه وه، چې د موسم ښکلا د طبعیت په غيږه کې له بد نظره وساتي ،خو سیند هم په دغه پلمه چې څوک دا ښکلی غږ وا نه اوري ؛خپل ځوږ لاپسې زیات کړ، باران هم په نرم طبیعت خپل څاڅکي شمېرل.      
                                                                
بې وخته د لوډسپیکر له خولې غږ ووت: دتوریالي کاکا زوی چې اجمیرنومیږي، د څلورو کلو دی، شنې جامې یې پرتن دي، له لمازدیګر وروسته له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوی دی. همدا غږ وو تا به ویل چې د اسرافیل شپلۍ ده، مړه انسانان ژوندي شول چي د کلي، کوڅې، وربیونه، فصلونه، باغونه اوخوړونه ترې ډک شول، د هرې سوړې لټه یې شروع کړه، غږ اورېدو ته سیند چې پدې وخت کې د ځړوبیو په لار تېرېده چاته اجازه نه ورکوله، خلک او ستوري ټوله شپه سرګردانه وو، د یوه ورک شوي بچي د مور دعا به وه ،لمرهم نن په یوه هیلمن زړه سیمې ته راوکتل، اوس د طبعیت ښکلا هم له تور حجابه وتې وه، په پسرلنیو ډالیو ډکه وه، مرغانو هم خاورین بامونه د ځانګړې نغمې په شور په مښوکو وهل، اسمان هم خال خال په سپينو وريځو لکه د سولې کوترې ښکلی ښکارېد او د طبیعت په ارته لمن کې د هغه ګل نښې نښنانې لیدل کېدلې د کوم چې سیموالو انتظار درلود.            
                                                               
لمرهم په شنه  ورشو د پاسه د ورځې د څلورمې برخې مزل وهلی و، خلک ستړي وو؛  هــــــــسې د دمې جوړونې یوه پلمه یې غوښته ،نظرمحمد اقا او اجمیر په کلي ګډشول، کیشکره وچغېده ،چې پل په پل یې لاره د لوی کلي لور ته د سیند پرغاړه   په تروږمي او سپوږمي کې وهلې وه ، دې ستړي پردېس ليدو ته هرڅوک په تمه وو، زړونو هم ناارامه ټکانونه خوړل، جومت له خوا راغلی غږ په هر چا ښه او خوږ ولګېد ،دې خوښۍ  له کلي ور هاغاړه ارامه کړه اوستړی لاروی سالم سلامت له خپلو ورڼو سره غاړه غړۍ شو ...