د روژې په اړه اړينې خبرې

دروژې په مبارکه مياشت کې بايد لاندې ټکو ته پام وشي:
- روژې مياشتې د راتلو په مناسبت يو بل ته مبارکې ويل.
- په روژه ماتي کې تيزي کول.
- په پشلمي کې تأخير(وروستوالى) کول.
- په روژه ماتي کې دعا غوښتل.
-  د روژه ماتي دعا ويل د نبي صلى الله عليه وسلم نه مأثوره دعا په لاندې ډول ده:" ذهب الضماء وابتلت العروق وثبت الاجر ان شاء الله". 
تنده لاړه، رګونه لامده شو او اجر ثابت شو إن شاء الله. 
-  په رطب يا په عامو کجورو روژه ماتول، کچېرته کجورى نه وي نوبيا په اوبو روژه ماتول، په کجورو کې نبوي سنت دا دې چې تاق وخوړل شي مثلا: دري، پنځه، اوه.
- د تراويحو او تهجدو لمونځونو په پابندى کول.
- د قران کريم ﺯيات تلاوت کول.
- په وروستيو لسو شپو کې په جومات کې اعتکاف کول.
- په رمضان کې عمرة کول ځکه د حج برابر ده.
- په نيکو کارونو کې کوشش کول.
- له ګناهونو څخه الله تعالى په اخلاص توبه ويستل.
- د په فضلو او ناروا شيانو کې د وخت له ضايع کېدو ډډه کول.
- د ژبې او اندمونه ساتنه کول.
-  روژه دارو ته روژه ماتى برابرول.
تقبل الله منا ومنكـــــــــــــــــــــــــــــــــــــم