مدينې ته د نبي صلى الله عليه وسلم له هجرت وروسته په اول وخت کې عاشوراء د ورځې روژه نيول( اهل علمو د صحي وينا له مخې) واجب ول، ځکه چې د روژې نيولو امر ثابت دى, د سلمة بن الأكوع رضي الله عنه نه روايت دى فرمايي: «أمر النبي صلى الله عليه وسلم رجلًا من أسلم أن أذن في الناس: أن من كان أكل فليصم بقية يومه، ومن لم يكن أكل فليصم، فإن اليوم يوم عاشوراء» متفق عليه.
ژباړه: نبي صلى الله عليه وسلم يو سړي ته امر وکړ چې خلکو ته غږ وکړي، چاچې خوراک کړى وي نو پاتې ورځ دې روژه ونيسي او چاچې خوراک نه وي کړي نو هغه دې روژه ونيسي، ځکه نن ورځ د عاشوراء ده.
کله چې په دويم کال د هجرت رمضان د مياشتې روژه نيول فرض شول، نو عاشوراء د ورځې روژه نيول منسوخ شول خو استحباب يې په ځاى پاتې شو، يواﺯې يو کال عاشوراء ورځې د روژې نيولو امر شوى چې هغه د هجرت د دويم کال لومړى سر وو ، د کال په نيمه کې بيا د رمضان روژه فرض شوه، بيا نبي صلى الله عليه وسلم د ژوند په وروستيو کې عزم وکړ چې يواﺯې به د عاشوراء روژه نه نيسي بلکې مخکى به ترې د تاسوعاء روژه هم نيسي، چې دا يې اهل کتابو سره هغوى د روژې نيولو په صفت کې د مخالفت صورت دى.
وروستي