لومړى: د سرسايې يا صدقة الفطر پېژندنه:
سرسايه د شريعت له لورې په هر مسلمان ټاکل شوي صدقه ده چې د اختر لمانځه ته له تللو مخکې به يې خاصو خلکو ته ورکوي.
دويم: د سرسايې حكم:
په هر نارينه او ښځينه لوى او وړوکي، اﺯاد او مري باندې سرسايه ورکول فرض دي، حديث کې راځي د ابن عمر رضي الله عنه نه روايت دى، فرمايي : (فرض رسول الله صلى الله عليه وسلم زكاة الفطر من رمضان) [رواه الجماعة].
ژباړه: رسول صلى الله عليه وسلم رمضان د مياشتې سرسايه ورکول فرض کړي.
درېيم: د سر سايي ورکولو حكمت:
1-: دروژه دار لپاره پاکوالى او دهغه بې ځايه او بې حياء ويناوو جبيره ده چې د رمضان په مياشت کې ترې واقع شوي وي.
2-: د مسکينانو لپاره خوراک او د اختر په ورځ له هغوى سره خواخوږي او مرسته ده،
د ابن عباس رضي الله عنه نه روايت دي، فرمايي : (فرض رسول الله صلى الله عليه وسلم زكاة الفطر طهرة للصائم من اللغو والرفث وطعمة للمساكين) [رواه أبو داود].
ژباړه: رسول صلى الله عليه وسلم سرسايه ورکول فرض کړي، دروژه دار لپاره د بې ځايه او بې حياء ويناوو پاکوالي دي او د مسکينانو لپاره خوراک دي.
څلورم: سر سايه ورکول په چا فرض دي ؟!
1-: په هر نارينه او ښځينه، لوى او وړوکي، اﺯاد او مري باندې سرسايه ورکول فرض دي
2-: يو څوک دومره څه ولري چې د اختر په ورځ د ده او د هغه چا له اړتيا ﺯيات وي چې نفقه ورپه غاړه وي.
د ابن عمر رضي الله عنه نه روايت دى، فرمايي : (فرض رسول الله صلى الله عليه وسلم زكاة الفطر من رمضان صاعاً من تمر أو صاعاً من شعير .. على الحر والعبد والذكر والأنثى والصغير والكبير من المسلمين) [رواه الجماعة].
ژباړه: رسول صلى الله عليه وسلم رمضان د مياشتې سرسايه، يو پيمانه کجورې يا وربشې، په هر اﺯاد، مري، نارينه، ښځينه لوى او وړوکي مسلمان باندې وركول فرض كړي.
د نس له ماشوم څخه سرسايه ورکول مستحب دي أبو قلابة وايي: (كانت تعجبهم صدقة الفطر عن الصغير والكبير حتى الحمل في بطن أمه) [رواه عبد الرزاق بإسناد صحيح].
ژباړه: دوى به له وړوکي، لوى او حتى د مور په نس کې له ماشوم څخه سرسايه ورکول خوښول.
پنځم: سرسايه به چاته ورکول کېږي؟
سمه دا ده چې سرسايه به يواﺯې فقراء او مسکينانو ته ورکول کېږي، هغه څوک چې د اختر په ورځ خواړه ونه لري د ابن عباس رضي الله په حديث کې مخکې تېر شول چې سرسايه: (طعمة للمساكين) [رواه أبو داود]
ژباړه: د مسکينانو لپاره خوراک دى.
شپږم: د سرسايې ورکولو انداﺯه:
يوه نبوي پيمانه (صاع)به هر مسلمان ورکوي،.
اووم: په سرسايه که به کوم جنس ورکول کېږي؟!
په حديثونو کې د کجورو، وربشو، ميمﺯو او پنيرو اجناس ﺫکر شوي، خو سمه دا ده چې په سرسايه کې به د سيمې او منطقې غالب خوراک ورکول کېږي، لکه څرنګه چې د ابن عمر رضي الله عنه په تېر شوي حديث يادونه وشوه: (فرض رسول الله صلى الله عليه وسلم زكاة الفطر من رمضان صاعاً من تمر، أو صاعاً من شعير) [متفق عليه].
ژباړه: رسول صلى الله عليه وسلم رمضان د مياشتې سرسايه يو پيمانه کجورې يا وربشې ورکول فرض کړي دي.
د أبي سعيد الخدري رضي الله عنه په حديث کې راځي: (كنا نعطيها زمن النبي صلى الله عليه وسلم صاعاً من طعام، أو صاعاً من تمر، أو صاعاً من شعير، أو صاعاً من زبيب، أو صاعاً من أقط) [متفق عليه].
ژباړه: مونږ به د نبي صلى الله عليه وسلم په ﺯمانه کې يوه پيمانه خواړه، يا يوه پيمانه کجورې، يوه پيمانه وربشې، يا يوه پيمانه مميز او يا يوه پيمانه پنير ورکول.
د ابن عباس رضي الله عنه په حديث کې ﺫکر شول: (وطعمة للمساكين) [رواه أبو داود].
ژباړه: د مسکينانو لپاره خوراک دى.
دا حديثونه پر دليل دى چې يوه پيمانه د سيمې خواراک به ورکوي، او بل دا چې د(طعام) لفظ ټولو خوړو ته شامل دي، أبو سعيد الخدري رضي الله عنه فرمايي: (وكان طعامنا يومئذٍ الشعير والزبيب والتمر والأقط) [صحيح البخاري].
ژباړه: ﺯمونږ خواړه هغه وخت کجورې، وربشې، ميمﺯ او پنير ول.
اتم: د سرسايې ويستلو وخت:
1. لومړى، د افضليت غوروالي وخت ، چې هغه د وروستۍ روژې له ماتولو وروسته پيلېږي او تر د اختر لمانځه وتلو پورې دوام کوي، د ابن عمر رضي الله عنه حديث کې راځي: (وأمر بها أن تخرج قبل الصلاة) [متفق عليه]
ژباړه: امر يې کړي چې لمانځه ته د خلکو له وتلو مخکې ورکړل شي.
بل داچې د سر سايې ورکړه د اختر ورځ له شعائرو څخه ده،
چې موخه يې د روژدار لپاره د رمضان په مياشت کې د کمې او نيمګړتيا څخه پاکوالى او د اختر په ورځ د مسکنانو سره خواخوږي او مرسته ده.
2. دويم د جواﺯ وخت: د اختر څخه ورځ دوه مخکې ورکول ابن عمر رضي الله عنه په حديث کې راځي: (كانوا يعطونها قبل الفطر بيوم أو يومين) [صحيح البخاري]
ژباړه:دوى به د اختر څخه ورځ دوه مخکې (سرسايه) ورکوله.
3. دريم : عامه صدقه ګرځيدل، چې کله د اختر له لمانځه وروسته ورکړل شي دابن عباس رضي الله عنه حديث کې راغلي: (أن النبي صلى الله عليه وسلم فرض زكاة الفطر طهرة للصائم من اللغو والرفث وطعمة للمساكين. من أداها قبل الصلاة فهي زكاة مقبولة، ومن أداها بعد الصلاة فهي صدقة من الصدقات) [رواه أبو داود]
ژباړه: يقينا نبي صلى الله عليه وسلم سرسايه ورکول فرض کړي، دروژه دار لپاره د بې ځايه او بې حياء ويناوو پاکوالي دي او د مسکينانو لپاره خوراک دي، څوک چې يې اختر د لمانځه مخکې اداء کړي نو دا قبول شوي ﺯکات دي او څوک چې اختر د لمانځه وروسته ورکړي نو دا بيا عامه صدقه ده.
والله تعالى أعلم
وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه أجمعين
وروستي