پدې کې شک نشته چې د قدر شپه په مطلق ډول تر ټولو غوره او د برکت ډکه شپه ده، قدر د شپې عبادت د ﺯرو مياشتو له عبادت غوره دى، الله تعالى پدغه شپه قرانکريم په يو ځل ټول د لوح محفوظ څخه د دنيا په اسمان کې بيت العزة ته را ناﺯل کړ او هغې د فضيلت، قدر او منزلت په اړه د قدر په نوم بشپړ سورت هم ناﺯل کړ چې تر قيامته به لوستل کېږي، :((إِنَّآ أَنزَلْنٰهُ فِى لَيْلَةِ الْقَدْرِ * وَمَآ أَدْرٰىكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ * لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ * تَنَزَّلُ الْمَلٰٓئِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ* سَلٰمٌ هِىَ حَتّٰى مَطْلَعِ الْفَجْرِ)).
ژباړه: موږ دا (قُرآن) د قدر په شپه نازل کړيدى، او ته څه پوهېږې چي د قدر شپه څه ده؟ د قدر شپه له زرو مياشتو څخه ډېره غوره ده؛ پرښتې او روح (جبرئیل ع) په هغې کښي د خپل رب په اجازه هر حُكم اخلي راكوزيږي، هغه شپه له سره تر پايه، تر سهار ختلو پوري سلامتيا ده.
د ايمان او ثواب له مخې قدر د شپې عبادت کول ټو مخکنې ګناهونه بښي، د قدر شپې لټون او پکې عبادت کول له ستر خير څخه برخمن کيدل، او له دغې برکتې شپې غفلت او محروميت په رښتني محروميت دى، د قران او نبوي سنتو په رڼا کې قدر د شپې ځينې ځانګړتياوې او فضيلتونه په لاندې ډول دي:
لومړۍ ځانګړنه: د قران کريم ناﺯليدل:
الله تعالى د قدر په شپه انسانانو د هدايت او هغوى د دنيا او اخرت د سعادت لپاره قرانکريم په يو ځل ټول د لوح محفوظ څخه د دنيا په اسمان کې بيت العزة ته را ناﺯل کړ، چې بيا د اړيتيا او پيښو موافق د درويشت کالو په موده کې په نبى کريم صلى الله عليه وسلم باندې د هغې ناﺯليدل بشپړ شول، الله تعالى فرمايي:(( إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ )) وقال عز وجل: ((إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ )).
دويمه ځانګړنه: د قدر په شپه د کال ټولې پرېکړې کېږي:
د قدر په شپه کې د کال په اوږدو کې د مخلوقاتو په اړه ټولې کېدونکي پرېکړې د لوح محفوظ څخه په تفصيلي بڼه د ملائکو صحفو ته انتقاليږي، لکه: د رﺯقونو اندﺯه کيدل، د مرګ نيټې، خير او شر، سعادت او شقاوت ... ((فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ)).
درېيمه ځانګړنه: د ګناهونو بښنه:
قدر د شپې عبادت کول ټول مخکنې ګناهونه بښي، نبي صلى الله عليه وسلم فرمايى:" من قام ليلة القدر إيماناً واحتساباً غُفر له ما تقدم من ذنبه". متفق.
ژباړه: څوک چې د ليلة القدر عبادت پداسې حال کې وکړي چې لامل يې ايمان او د ثواب ترلاسه کول وي نو ټول مخکنې ګناهونه به ورته وبښل شي.
څلورمه ځانګړنه: د عبادت فضيلت:
قدر د شپې عبادت د ﺯرو مياشتو له عبادت څخه ډېر غوره دى چې تقريبا درى اتيا کاله او څلورو مياشتو سره برابريږى: پدې هکله الله تعالى فرمايي: ((لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ)).
مجاهد رحمه الله وايي: ددغې شپې نيک عمل، په لمانځه روڼول او دورځې روژه نيول يې له ﺯرو مياستو غوره دي. تفسير الطبري (24/533).
پنځمه ځانګړنه: برکت او رحمت:
ليلة القدر ډېره د برکتونو او رحمتونو شپه ده، الله تعالى دې شپې د برکت په اړه وايي:(( إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ)).
شپږمه ځانګړنه: په خير او برکت د ملائکو ناﺯليدل:
د قدر په شپه او جبريل عليه السلام او نورې ملائکې ځمکې ته په خير، برکت، رحمت او مغفر راکوﺯيږي.
اومه ځانګړنه: قدر د شپې په اړه پوښتنه د هغې په لويي او عظمت دلالت کوي، الله تعالى فرمايى: (( وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ)).
اتمه ځانګړنه: ليلة القدر د سلامتيا شپه ده:
د قدر شپه د اﺫيت او ضرر څخه خالي وي، ځکه پدغه شپه الله تعالى د ﺯيات عبادت او بندګى د کيدلو له امله د عذاب او سزا څخه سلامتيا وي.
نهمه ځانګړنه: قدر د شپې راګيرول او په عبادت روڼول د ستر خير ترلاسه کول دي:
څوک چې د قدر شپه راګيره کړي او الله تعالى د رضايت په خاطر د هغې په عبادت کې کوشش وکړى نو دا له ستر خير څخه برخمن شو او څوک چې دغې شپې له خيره محروم شو نو دا په رښتنې له ټول خير څخه محروم شو، نبي - صلى الله عليه وسلم - فرمايى: "أتاكم رمضان شهر مبارك، فرض الله عز وجل عليكم صيامه، تُفتحُ فيه أبواب الجنة، وتُغلقُ فيه أبواب الجحيم، وتُغلُّ فيه مردة الشياطين، لله فيه ليلة خير من ألف شهر، من حرم خيرها فقد حُرِم".رواه النسائي برقم 2108، وصححه الألباني في صحيح النسائي 2/456.
ژباړه: تاسې ته د رمضان مبارکه مياشت راغله، الله تعالى يې پر تاسو روژه نيول فرض کړي، پدې کې دجنت درواﺯې پرانستل کيږي، د جهنم درواﺯې بنديږي او سر کشه شيطانان تړل کيږي، د الله تعالى لپاره پدې کې يوه شپه ده چې د ﺯرو مياشو غوره ده، څوک چې يې له خير څخه محروم شو نو دا يقينا محروم دى.
لسمه ځانګړنه: د فضيلت په اړه يې په قران کې د بشپړ سورت ناﺯليدل:
الله تعالى د دغې سترې شپې په فضيلت کې پوره سورت ناﺯل کړى چې تر قيامت پورې به لوستل کېږي.
وروستي