ايران د القاعده مهم مشران خوشې کړي ، چې په افغانستان کې عمليات ترسره کړي

 
له لندن څخه خپرېدونکې ورځپاڼې (ټايمز) په خپله پرونۍ ګڼه کې د منځني ختيځ او پاکستاني استخباراتو په حواله ليکلي ، چې ايراني چارواکو د القاعده يوشمېر مهم مشران لکه مصری سيف العادل چې په ختيځه افريقا کې د امريکايي سفارت په بمي چاودنو کې تورن دی او د اف بي ای له خوا يې سخته لټه کيږي، کويټي سليمان ابوغيث چې د سپټمبر د يولسمې پېښې پرمهال د القاعده رسمي وياند و او ابو خير المصري چې د ايمن الظواهري مهم مرستيال ګڼل کېده، د دې لپاره خوشې کړي چې د افغانستان او پاکستان پر پوله د القاعده عمليات تنظيم کړي. ټايمز ليکي ،چې د ايران پاسداران انقلاب د ناټو پر ضد د القاعده له ترهګريزو عملياتو سره په منظم ډول مرسته کوي او د دوی د عملياتو په تسهيلاتو او تنظيم کې برخه اخلي.