(تورنتو سټار) په خپل يوه نوي ګزارش کې ليکي ، چې له کندهار څخه د خپرېدونکې جريدې (سورغر) د امتياز خاوند نسيم پښتون شريفي چې اوس بېرته په کاليفورنيا کې دی ، د احمدوليخان کرزي له وېرې يې کندهار خوشې کړی دی. شريفي چې په 2002 کال کې له امريکې څخه کندهار ته بېرته راستون شو، وايي چې ده غوښتل د رسنۍ له لارې خدمت وکړي، خو د احمدولي کرزي دکسانو له خوا ونيول شو اونږدې و چې وژل شوی وای. ده تر هغو وروسته د خپلې کورنۍ دمصوونيت لپاره پرېکړه وکړه چې کندهار خوشې کړي او بېرته امريکې ته ستون شي. د ده په وينا د سورغر جريده ډېره ښه چليږي او يوزيات شمېر کارکوونکي لري او دی هوډ لري چې له امريکې څخه د دغې جريدې د خپرونو لړۍ تعقيب کړي.
وروستي