پوتين د روسيې د کال سياستوال وپېژندل شو

د روسيې د عمومي افکارو د ارزونې مرکز د خپلې نوې سروې پايلې اعلان کړې. د دغې سروې له مخې د روسيې 55 ٪ وګړي د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين د روسيې تر ټولو بريالی سياستوال ګڼي ، 37٪ وګړي بيا د ولسمشر ديمتري مېدوېدوف نوم اخيستی او په درېم مقام کې بيا د روسيې د دوما مرستيال او د لېبرال دموکرات مشر ولاديمير ژيرونفسکي نوم ياد شوی.
د يادونې وړ ده ، چې تېره اونۍ ولاديمير پوتين د روسيې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنوکې د خپلې نوماندۍخبره رد نه کړه. د روسيې د اساسي قانون له مخې يو ولسشمر چې دوې دورې يې کړې وي ،کولی شي تر يوې دورې دمې وروسته بيا ځان کانديد کړي.