شک د ورځې روژه نېول  

کله چې د وريځې يا غبار لامله خلک مياشت ونه ويني نو شعبان د مياشتې دېرشمه ورځ د شک ورځ نومول کېږي، ځکه خلک په شک کې وي چې دا د شعبان مياشتې دېرشمه ورځ ده او که رمضان د مياشتې لومړى ورځ ده.

شک د ورځې روژه نېول ناروا دي مګر هغه چاته يې نېول روا دي چې  د دغې ورځې روژه نېول يې عادت وي د مثال په ډول که يو څوک عادتا د دوشنبې او پنجشنبې د ورځو روژې نيسي او د شعبان دېرشمه ددغې وروځو سره برابره شي نو دا کولاى شي چې دى پدغه ورځ روژه ونيسي.

د عمار رضي الله عنه په حديث کې راځي: "څوک چې شک د ورځې روژه ونيسي نو د ابا القاسم (صلي الله عليه وسلم نافرماني يې وکړه".
رواه الترمذي (2334) وأبوداود(686) والنسائي(2188) وابن ماجة (1645) وصححه الألباني