پاکستاني استخباراتو نصيرالدين حقاني نيولی دی

نيوزويک په يوه ګزارش کې خبر ورکوي، چې د پاکستان استخباراتو تېره اوونۍ د جلال الدين حقاني زوی نصيرالدين حقاني له څلورو تنونوروملګروسره چې له پېښور څخه د شمالي وزيرستان پر لوري روان وو، نيولی دی. د خبر له مخې نصيرالدين حقاني اوس د ای اس ای په زندان کې بندي دی. د ګزارش له مخې نصيرالدين حقاني د جلال الدين حقاني د عربۍ مېرمنې زوی دی او خپله کورنۍ يې هم په عربي هېوادو کې اوسيږي او معمولاً د حقاني ډلې لپاره له عربي هېوادو څخه پيسې ټولوي. له ده سره د حقاني ډلې يو بل مهم قومندان ملا محمد جان هم نيول شوی. طالبانو هم دنوموړي د نيول کېدو خبره تائيد کړی او ويلي دې ، چې نصيرالدين له حج څخه د بېرته ستنېدو په لار کې و، چې ونيول شو.