څوګ، کله او ولې بايد ماسک واغوندي او يا يې وانه غوندي؟ د روغتيا نړيوال سازمان لس مهمې سپارښتنې

د کرونا ويروس په خپرېدو سره د خلکو ترمنځ اندېښنې او همدا ډول د ځان ساتنې او وقايي په اړه  بيلا بيلې خبرې او پوښتنې پيدا شوي دي. د دغه مسايلو يوه هم د ماسک اغوستل او يا هم د ماسک نه اغوستل دي. د روغتيیا نړيوال سازمان؛ څوګ، کله او ولې بايد ماسک واغوندي او يا يې وانه غوندي، لس مهمې سپارښتنې کړې دي. 

۱- هغه کسان بايد ماسک واغوندي چې روغتيايي کارمندان وي، په  کرونا ويروس د اخته ناروغ پالنه کوي او هغه کسان چې زکام، ټوخی، تبه او ساه بندي ولري. 

۲- مخکې له دې چې ماسک واغوندئ، لومړی په صابون او يا هم د ميکروب ضد مايع سره لاسونه ومېنځئ. 

۳- د ماسک له اغوستلو وړاندې وګورئ، چې سوری او يا هم خراب نه وي. 

۴- د ماسک شا او مخ وپېژنئ. هغه برخه چې نری سېم په کې بند دی، پورته خوا بايد شي. 

۵- ماسک  د مخ سره برابر کړئ، چې په کافي ډول سره خوله او پوزه بند کړی شي. 

۶- ماسک داسې واغوندئ چې لاندې زنه مو هم په کې وپوښل شي. 

۷- هر کله چې ماسک لېرې کوئ، نو د غوږ او شا له خوا يې لېرې کړئ. 

۸- د ماسک د لېرې کولو پر مهال هڅه وکړئ چې لاس مو د ماسک مخکېنۍ برخې ته ونه لګيږي. 

۹- کارول شوی ماسک په يو سر بند کثافت دانۍ کې واچوئ. 

۱۰- لکه څه ډول چې  د ماسک له اغوستلو وړاندې بايد لاسونه پرې مېنځل شي، اړينه ده چې د ماسک له لېرې کولو وروسته هم لاسونه په صابون او الکولي مايع سره ومېنځئ.