ولسمشر کرزي د افغانستان او طالبانو تر منځ د ترکيې د منځګړتوب هرکلی وکړ

ولسمشر کرزي په ترکيه کې د ترکيې او پاکستان له ولسمشرانو سره تر درې اړخيزو خبرو وروسته يوه خبري کنفرانس ته وويل ، چې افغانستان به له طالبانو سره د خبرو او سولې لپاره د ترکيې د هر ګام هرکلی وکړي . د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل له طالبانو سره د خبرو د کوم ځانګړي پلان خبره ونه کړه ، خو په افغانستان کې د سولې لپاره يې د ترکيې پر هوډ او هڅو ټينګار وکړ.