سي اِن اِن: کېم جونګ اون د زړه عمليات کړي او وضعيت يې مرګونی دی

روهي (دوه نۍ/۲ د غوايي)، که څه هم د شمالي کوريا رسمي سرچينې او دولتي رسنۍ په دې اړه څه نه وايي، خو د لوېديځو رسنيو د راپورونو پر اساس، د دغه هېواد واکمن کېم جونګ اون ته د زړه عمليات شوي او د روغتيايي وضعيت په اړه يې مالومات نه رسنيز کيږي، خو په دولتي مراسمو کې د نوموړي نشتون ښيي، چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ دی. 

سي اِن اِن په يو راپور کې ويلي وو، چې د کېم جونګ د زړه عمليات تر سره شوي او د نوموړي روغتيیايي وضعيت نازک دی او نه شي کولی چې حکومتي چارې وړاندې يوسي. سي اِن اِن  په خپل راپور کې دا هم  ويلي وو، چې د کېم روغتيايي وضعيت په مرګوني حالت کې دی. 

په ورته وخت کې د شمالي کوريا ګاونډ، د سويلي کوريا چارواکي وايي چې د کېم جونګ د زړه علميات شوي دي، خو د روغتيايي وضعيت په اړه يې چې کوم راپورړه خپره شوي دي، ښايي رېښتني نه وي. 

د سويلي کوريا د دولتي سرچينو د مالوماتو پر اساس ويل شوي دي، چې د دوی په پلټنو کې داسې څه نه دي موندل شوي، چې د کېم جونګ اون له عملياتو وروسته په ياد هېواد کې کوم ژور تغير راغلی وي او يا دا چې نوموړی په مرګوني وضعيت کې قرار لري. 

د سويلي کوريا دوه لوړپوړو حکومتي سرچينو رويټرز ته ويلي دي چې د کېم جونګ اون د زړه عمليات تر سره شوي دي او نوموړی اوس مهال روغتيايي وضعيت کې دی. 

د کېم جونګ اون د روغتيايي وضعيت په اړه وروسته له هغې خبرې راپورته شوې، چې نوموړي د خپل نيکه او د شمالي کوريا د بنسټ اېښودونکي، کېم ایل سونګ د زوکړې ورځ چې  د اپريل ۱۵ نټه ده او په ټول هېواد کې  لمانځل کيږي او د رخصتۍ ملي ورځ ده، خو کېم جونګ دا ځلې په يادو مراسمو کې ګډون نه وو کړی. 

د امريکا متحدو ايالتو هم ويلي چې د کېم جونګ اون د زړه عملياتو په اړه ورته مالومات رسېدلي دي، خو دا چې دغه عمليات تر سره شوي او کنه او يا دا چې عمليات څنګه تېرول شول او د نوموړي روغتيايي وضعيت څنګه دی، دوی يې په اړه مالومات نه لري. 

د جاپان د کابينې د دفتر سکرټر (یوشیدید سوګا)  ويلي دي، چې دوی هم په شمالي کوريا کې روان وضعيت څېړي او هلته د روان وضعيت په اړه تمرکز کوي.