ناسم دودونه کۀ د زهرو جام!

موږ ځینې داسې ناسم دودونه لرو چې د اسلامي عقایدو خلاف سربېره زموږ ژوند یې ننګولی او تریخ کړی دی.
څو کاله مخکې یو وادۀ ته تللی وم، هر څۀ سم و، ټول خوښ و، درې/ څلور رقم خواړۀ یې مېلمنو لپاره تیار کړي و؛ وروسته لۀ ډوډۍ د ناوې د راوستلو پۀ پار ډېر خلک ( ښځې او سړي) لاړل، کله یې چې ناوې راوستله؛ یو ځوان هلک خپل چره یي ټوپک راواخیسته او یوه ډزه یې وکړه، ټوپک یې لۀ لاسو وخوځېده او د مرمۍ چرې پر خلکو ولګېدې چې کابو شل (۲۰) کسان  یې زخمي کړه؛ هيښوونکې دا وه چې ډېرو ښځو او ځینو سړیو دا ویل چې د ناوې قدم سپېره دی/ تندی یې د داغلو دی ... او داسې ښځه دې خدای د چا پۀ کور نۀ ورولي،زۀ وایم دې کې د هغې خوارکۍ ناوې قصور څۀ دی، ایا ناوې لۀ دوی غوښتنه کړې وه چې زما د وادۀ پۀ ورځ دې د ټوپک ډزې وشي، داسې ډېر ناسم دودونه لرو چې مخنیوی یې زموږ پۀ لاس دی.

لور پۀ بدو کې ورکول؛ دا هغه دود دی چې پلار/ ورور د خپلې بېباکۍ او ناپوهۍ لۀ وجې یې لۀ چا سره د وینې دښمني شي؛ بیا پۀ بدو کې خپله بې ګناه او معصومه خور/ لور ورکوي، دې ته نۀ ګوري چې د کمبختې خور/ لور ژوند به یې څنګه تېرېږي، لۀ وادۀ به هغه بې وسه سرتوره څۀ خوند واخلي.

دا ناسم دود زموږ پۀ کلیوالي لرې پرتو سیمو کې خورا ډېر دی، زۀ د داسې کورونو شاهد یم چې د کور ټولې نجونې یې پۀ بدو کې ورکړي/ پۀ بدو کې را واده کړي دي؛ تاسو  ګومان کوی چې دا ډول ودونه به د خوښۍ لامل شي؟

نه، بلکل نه، داسې ودونه د خوښۍ هېڅ کوم ښۀ زیری نۀ لري، بلکلې پۀ تولنه کې د بې باوري، ظلم، ناروا او تاوتریخوالي شومې وزرې غوړوي؛ او یوه ارامه، سوکاله او باوري تولنه لۀ بې باورۍ سره مخ کوي.

هغه ناسم دود چې د ډېری افغاني ځوانانو ځواني یې د ایران پۀ سمندرونو لاهو کړه، څوک یې پۀ نشه یي توکو روږدي کړل، څوک غلا ته اړ شول، چا ځانوژنه وکړه او څوک بیا اوس هم د پوره کېدو لپاره یې سمې/ ناسمې لارې لټوي؛ هغه لوړ ولور  دی.

پۀ هر هېواد کې ولور توپیر کوي، پۀ هندوستان کې د جلۍ کورنۍ ولور ورکوي، پۀ افغانستان کې د هلک کورنۍ ولور پرېکوي چې دا بیا پۀ څلور دیرشت ولایتونو کې خورا توپیر لري؛ ځینې ولایتونو کې لوړ، ځینې ولایتونو کې متوسط او پۀ ځینې ولایتونو/ قومونو کې بیا د جلۍ د ښایست پۀ اندازه لوړ وي چې درې لکو نه ان تر شل دېرشو لکو پورې شته او اخیستل شوی دی، چې دا دود بېخي ناسم و ناروا دود دی،  د بې وزلو کورنیو د ځوانانو پۀ دېرش/ پینځه دېرش کلنۍ کې وادۀ کول همدا وجه ده.

پۀ جلۍ تعلیم نۀ کول زموږ د پښتنې تولنې یو معزز دود ګرځېدلی، چا چې پۀ جلۍ تعلیم وکړو؛  هغۀ ته پۀ ټولنه کې پۀ سم نظر نۀ کتل کېږي او ټول خلک پرې لعنت او بد وایي.

تاسو به ډېر داسې خلک لیدلي وي چې پۀ خپلې خور/ لور تعلیم نۀ کوي؛ خو د کور تور سرې بیا نرینه ډاکتر ته نۀ پرېږي چې لاړې شي، زموږ پۀ ټولنه کې لۀ بدمرغه دا دود ډېر مروج دی چې ښځینه تعلیم کولو ته نۀ پرېږي، کۀ څۀ هم پۀ دې پوهېږي چې تعلیم رڼا ده، خو پخپلو لاسو تیارو ته ښۀ راغلاست وایي.

موږ ټول باید تر هر څۀ د مخه خپل دودونه سم کړو او ناسم دودونه نور ونۀ پالو، روانآ دا یو ډول رواني ناروغي ده، چې یو سړی دې پۀ ښو پوه وي؛ خو بدو ته یې لېوالتیا او زړه راښکون زیاد وي، دا ځکه موږ ټول پۀ دې پوهېږو چې پۀ بدو کې د خور/ لور ورکول بد دي، لوړ ولور د خپلې نازولې او ګرانې خور/ لور کور ورانول دي، تعلیم روښناني ده؛ او پۀ دې نازکو حالاتو کې د ښځو لپاره فرض عین دی؛  نو څۀ جبر چې د هر څۀ پوهېدو سره- سره بیا هم خپل او د نورو ژوند لکه د زهر جام غوندې تریخ کړو.