په الله تعالی باندې اعتماد او توکل کول ستر عبادت دی، چې بنده لپاره ثواب د حاصلیدو سبب ګرځي، په توکل سره خیر او سعادت ترلاسه کېږي د شر او فساد مخه نیول کېږي، په الله تعالی باندې توکل کول د رښتني مؤمنانو صفت دی الله تعالی فرمایي: (وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِين).
په الله تعالی اعتماد او باور کول د وبا او ټولو ناروغیو ګټور علاج دی، ځکه هغه څوک الله تعالی ته پناه یوسي هغه به یې له هر څه پوره او کافي شي، خوندي به پاتي شي او هیڅ یو شي به ورته ضرر ونه رسوي، ځکه الله تعالی په هر څه برلاسه دی، ټولې چاره د هغه په لاس کې دی او هر څه د هغه له لورې تدبیر او اداره کیږي.
د توکل او اسبابو د استعمالولو ترمنځ هیڅ تناقض او ټکر نشته، بنده باید لومړی اسباب استعمال کړي او بیا خپله چاره الله تعالی ته وروسپاري او یوازې په الله تعالی اعتماد او باور وکړي چې پدې سره د هغه نفس ته سکون او اطمنان حاصلېږي.
یو سړي رسول صلی الله علیه وسلم ته وویل: خپله اوښه وتړم، او که توکل وکړم او خلاصه یې پریږدم، رسول صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:لومړی دې اوښه وتړه او بیا توکل وکړه.
رواه الترمذي فی سننه وحسنه الألباني
وروستي