څورلسمه سټراټېژي: لېکنه په کم وخت کې سمه کړئ، خو هوايي پرې مه تېريږئ Eidt quickly, but do not skim or read too passively.
هر کله مو چې د ټافل ازموينې لېکنې برخه بشپړه کړه نو په پای کې هغه بيا وګورئ او سمون په کې رامنځ ته کړئ. دا چې ستاسې وخت کم وي نو په بېړه سره لېکنه سمه کړئ خو په دې مانا نه چې يوازې له سترګو يې تېره کړی او غلطۍ په خپل ځای پاتې شي. په پوره پاملرنې سره لېکنه بيا ځلې ولولئ او هڅه وکړئ چې تېروتنې په کې پيدا کړئ.
د بيا کتنې پر وخت هم مهاله د جملو جوړښت، ګرامر، وېکېبلاري او جمله بندۍ ته فکر وکړئ. په داسې ډول لېکنه ولولئ چې شوې تېروتنې په کې پيدا شي. ځيني مهال د ټافل ازموينه کې زده کوونکي د لېکنې د بيا کتنې برخه کې په ډېرې تيزۍ سره لېکنه لولئ او له سترګو يې تېروي، دوی فکر کوي چې ښايي تېروتنې يې په خپله سترګو ته ورشي خو داسې نه ده بايد تاسې تېروتنو پسې سر شي او د هغې د پيدا کولو او سمون هڅه وکړئ.
لېکنه له سترګو تېرول يا skim کول هغه سټراټېژي ده چې د يوې شوې لېکنې لپاره هغه وخت کارول کيږي چې عمده مالومات ورڅخه را واخېستل شي، دغه سټراټېژي د تېروتنو د پيدا کولو لپاره سم کار نه شي ورکولی. د لېکنې سمون ډېر دقت غواړي، دې وخت کې تاسې بايد پر هرې کلمې په کم وخت کې تمرکز وکړی او بيا په يو ټاکل شوي وخت کې د يوې کلمې له بلې سره، له يوې جملې له بلې سره، او د يو پرګراف له بل پرګراف سره اړيکې پيدا او تېروتنې يې سمې کړئ. دا هر څه ستاسې ځانګړې هڅې ته اړتيا لري چې پّ کم وخت کې يې په ښه ډول سره تر سره کړئ.
پنځلسمه سټراټېژي: درته مالومې تېروتنې سمې کړئ Edit specific errors.
وړاندې مو هم يادونه وکړه چې د لېکنې د سمون وخت کم وي. ښايي تر ډېره دغه وخت له يوې يا تر دوه دقيقو اوسي، نو تاسې نه شی کولئ چې په ارام او سستۍ سره ټوله لېکنه ولولئ. د وخت د کمښت پر اساس هڅه وکړئ چې هغه تېروتنې چې تاسې يې معمولاً کوی پسې سر شي او هغه لومړۍ سمې کړئ. له دې وروسته چې وخت ولرئ نو ځيني نورې تېروتنې پيدا کړې چې ښايي تاسې دلته کړې وي او پخوا يې تجربه ونه لری.
وروستي