افغانستان د اوبو مدیریت او ګټې

راته یاد شې چې د کرزي صیب حکومت اخري شپې او ورځې وې، سیاسي اوضاع هم چندان ښه نه وه، ننګرهار کې د جرمنیانو یوې موسیسې فعالیت کاوه د دغې ادارې مشره یوه جرمنۍ وه چې غالیبآ کاتیا نومیده، نوموړې ډېره زیاته زیرکه او هویښیاره انجلۍ وه، یوه ورځ دغه انجلۍ په یو مجلس کې ناوسته وه خبرې یې کولې بحث یې دې ته ورسېدو چې مجلس کې د ګډون والو له جملې یو تن ترېنه افغانستان د سیاسي اوضاع او جنګ په اړه پوښتنه وکړه ، نوموړې ورته په ځواب کې وویل، تردې دمه په افغانستان کې جنګ دامریکا او ملګرو لخوا یې د تروریزم او القاعدې په مقابل کې وو، خو له دې وروسته چې هرڅوک د رئیس رجمهور په توګه راځي نو تروریزم سره د جنګ په خوا کې به د افغانستان په طبعي زېرمو هم کار کوي، چې د دې زېرمو له جملې یو هم  افغانستان د اوبو مدیریت دی، کله چې دلته د یادو اوبو په مدیریت او مهار باندې کار شروع شي  نو ځینې سیمو کې به ورسره همهاله امنیتي ګواښونه هم زیات شي، که د نوموړې خبرو ته غور وکړو او لاندې بېلګې وڅېړو نو د نوموړې خبرې یو څه حقیقت لري.
 

۱- افغاني الاصله جاپاني د تتسو ناکامورا وژل کېدل: کله چې ناکامورا د کنړ سیند څخه د اوبو ویالو او نهرونو تیرول پیل کړل، له هماغه ورځې یې ځان د زمري خولې ته واچوو، نوموړي د ګمبري او خیوې ولسوالۍ زرګونه جریبه ځمکه خړوب کړه، یادې دښتې د کر کیلې لپاره اماده شول، دغه ډاکونه په حاصلخیزه ځمکو بدل او د خلکو داستفادې وړ وګرځېدل، نو دلته د اوبو سپمول (مهارول) پاکستان هېواد ته ستر زیان وو، چې په همدغه پلمه یې نوموړی له منځه یوړو، نو ویلي شوو د افغانستان اوبه هم د امنیت لپاره یو ګواښ دی.
 

۲-هرات کې د سلما بند: کله چې د هند حکومت لخوا د سلما بند چارې پيل شوې نو د ایران حکومت له لورې ګواښونه مخ په زیاتېدو شول، له همدغې وجهې څو ځل د یاد بند کارونه په ټپه ودرېدل، د وخت په تېرېدو کله چې ولسمشر اشرف غني واک ترلاسه کړو نو سم له واره یې بیا په سلما بند کارونه پیل کړل، زیاتو ګواښونو سره سره بیا هم د یاد بند کارونه بشپړ شول اوګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

۳- د کنړ بریښنا بند: د کنړ په سیند د بند جوړولو تړون د چین هېواد له یو لوی شرکت سره لاسلیک شو، اټکل کېدو چې چارې به ژر پیل شي؛ خومتاسفانه چې د ځینې ستونزو له امله یاد شرکت تړون مات کړو او ترنن پورې د بند چارې په ټپه ولاړې دي، وروستیو کې یو ځل بیا داسې اوازې وې چې د یاد بند قراداد د یوهندي شرکت سره لاسلیک شوی دی، چې په لنډ وخت کې به پرې کار شروع شي خو تراوسه یې د عملي چارو کار نه دی پیل شوی، هیله لرو چې یاد بند ژر جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

۴ اوبو اقتصادي ارزښت : د اوبو اقتصادي ارزښت په اړه به دومره ووایو، که چېرته د افغانستان اوبه په ښه شکل مدیریت او کنټرول شي نو د نورو هېوادونو له محتاجۍ به خلاص شو، داچې اوس مو د نورو هېوادونو څخه هېواد ته  وارداتي بریښنا انتقال کړې ده او هر کال په میلیاردونه ډالر په مصرف رسوو، خو بیا مو هم د بریښنا ستونزه په اساسي توګه نه ده حل شوې ، د ټاکل شویو پیسو برسیره د لارې په اوږدو کې د مخالیفنو او مافیایي کړیو له خوا وخت نا وخت د لیننو پرېکول او بیا یې په مقابل کې پیسې اخېستل بله لویه ستونزه ده، په ټوله کې ویلی شو که چېرته خپلې اوبه مهار کړو نو یادو ستونزو څخه به تل لپاره بې غمه شو.

۵ اوبو کرنیز ارزښت: د اوبو په مهارولو سره کولی شو د هېواد مختلفو سیمو ته د نهرونو او ویالو په کیندلو سره ټولې هغه زراعتي ځمکې چې تراوسه بې ګټې پاتې دي ورڅخه ګټه واخلو، که د شمال او جنوب لویدیځ ډاکونه او دښتې ابادې شې نو موږ به د زراعتي تولیداتو له کبله خودکفا شو، د کور دننه ضرورتونو برسیره به و کولای شو نړیوال بازار ته د وچوو مېوو ترڅنګ تازه مېوې او سبزیجات هم صادرکړو. اوس که وغواړو چې د افغانستان اوبه په سیندیزو حوزو وویشو نو په لاندې توګه یې تقسم بندې کوو او هره حوزه به یې په بېلا بېل ډول وڅېړو، افغانستان په مجموع کې پنځه حوزې لري چې عبارت دي:


الف: د هلمند د سیند حوزه ، د افغانستان د اوبو تر ټولو لویه حوزه د هلمند د سیند حوزه ده چې  کابل د غرب ۸۰ کیلو مترۍ څخه سرچینه اخلي او د لارې په اوږدو کې ورسره موسی قعلا ، ارغنداب او د غزني کوچني سیندونه یوځای کېږي، او بلاخره د ایران په سیستان ایالات کې تویېږي د معلوماتو پربنسټ ایران د یادې حوزې نه تقریبآ  ۴۰ نه تر ۴۵ متره مکعب پورې اوبه ترلاسه کوي، که ایران سره د اوبو تړون ته ځیر شو نو د اعلیحضرت ظاهرشاه بابا په وخت ( ۱۹۷۳م ) یاد تړون ترسره شوی دی په دغه تړون کې زکر شوي دي چې ۲۲ متره مکعبه اوبه د تړون او ۴ متره مکعبه اوبه پاچا حسن نیک له مخې ایران سره معاهده کې منلې دي اوپه دغه  تړون کې دا په واضع ډول زکر شوي چې کله هم افغانستان یادو اوبو ته اړتیا پیدا کړه پرته له کومې پوښتنې کولای شي په ایران هېواد یادې اوبه وتړي، د دې حوزې اوبه کولای شو په اسانه توګه مدیریت کړو، هغه داسې که دغه درې بندونه ورغول شي نو د یادې حوزې اوبه به مو مهار او مدیریت کړي وي ۱- کجکي بند  ۲- بخش اباد بند  ۳ـ کمال خان بند  چې د دغو بندونو په رغولو سره کولی شو د بریښنا ستونزو ترڅنګ به د کرنې برخه هم تقویه شي.، که افغانستان خپلې اوبه کنټرول او مهار کړي نو ګاونډي هېوادونه مجبوراو مکلف دي چې د اوبو نړیوالو قوانینو او اصولو په رڼا کې د افغانستان اوبه په پیسو وپلوري چې دغه قوانینو له مخې د اوبو هرمتر مکعب په (۵۰) امریکایي سینټه دی، اوس که چېرته افغانستان وغواړي یادې اوبه چې ایران ته ځي په پیسو وپلوري نو د کال به تقریبآ (۱۳۲ ) میلونه امریکایي ډالر ګټه ترلاسه کړي، پټه دې پاتې نه وي که چېرته د یاد هېواد سره دغه تړون ترسره کېږي نو لومړی باید دتېرو څلور لسزیزو د اضافي اوبو حساب ورسره تصفیه شي. 
 

ب: آمو د سیند حوزه، د افغانستان د اوبو دوهمه حوزه د امو د سیند حوزه ده ،چې د پامیر د غرونو له لړۍ سرچینه اخلي او د لارې په اوږدو کې ورسره د واخان ، کوکچي پنج او کندوز واړه سیندونه یو ځای کېږي، د دغې حوزې اوبه ۱۱۲۶ کیلومتره د هېواد په داخل کې بهېږي او بلاخره مرکزي اسیا ته ننوځي او هلته په مصرف رسېږي، د نوموړې حوزې اوبو په اړه په کال ۱۹۴۶ م  کې د شوروي اتحاد سره یو تړون لاسلیک شو دغه تړون له مخې به افغانسان په کال کې ۹ میلونه متره مکعبه اوبو څخه ګټه اخلي.

ج: د کابل اوبو حوزه، د افغانستان د سیند درېمه حوزه د کابل اوبو حوزه ده، د دې حوزې اوبه  ډیورڼد فرضیې کرښې له لارې تېرېږې اوهلته د کشمیر او پنجاب له سیندونو سره یوځای کېږي او بیا د هند بحر ته تویږي، په اوسط ډول د دې حوزې څخه په کال کې خوا او شاه نږدې ۲۱،۵ میلیارده متره مکعبه اوبه له ډیورنډ فرضیې کرښې ترېږي او پاکستان هېواد ورڅخه د بریښنا او زراعت په برخه کې په وړتیا توګه ګټه پورته کوي، دغې حوزې د اوبو کنټرول او مهار سره کولای کولی شو په داخل کې د بریښنا ستونزه او د رزاعت په برخه کې اعظیمه استفاده وکړو ، نو حکومت ته پکار ده چې یادې اوبه مدیریت کړي.

د: د هریرود حوزه، د افغانستان د اوبو څلورمه حوزه د هریرود حوزه ده چې د غربي حوزې په نامه هم یادېږي، د دې حوزې سره د لار په اوږدو کې بالامرغاب او فرارود سیندونه سره یو ځای کېږي او په پای کې یې اوبه ایران او ترکمستان هېوادونو کې تویېږي.

ز: شمال حوزه، د افغانستان د اوبو پنځه حوزه د شمال حوزه ده ، چې د لارې په اوږدو کې ورسره شرین تګاب ، بلخ او سرپل سیندونه یوځای کېږي، د دغې حوزې اوبه د هېواد په داخل کې بهېږي او ګټه ترینه اخېستل کېږي، یاده حوزه د سرپل، بلخ، سمنګان، جوزجان او د بامیانو ځینې سیمې په بر کې نیسي او د اوبو کچه یې د نورو حوزو په نسبت کمه ده، سرچینه یې د هندوکش د غرونو لړۍ ښودل شوې ده، د دې حوزې اوبه د هېواد په داخل کې په مصرف رسېږي د کوم ګاونډي هېواد سره شرېکې نه دي.

پايله: که د افغانستان اوبه مهار شي نو لاندې ګټوڅخه به برخمن شو.
- بریښنا:  بندونو په جوړلو به د بریښنا ستونزه حل شي اود برق له ستونزو به خلاص شو.

- اقتصاد: هغه پیسې چې په وارداتي برق مصرفو هغه به وسپمول شي.

-  زراعت:  که چېرته د دغو اوبو څخه نهرونه او ویالې بېلې کړو او هغه دښتې پرې خړوب کړو، چې تر اوسه همداسې شاړې پرتې دي، نو کولای شو د زراعت تولیدات مو د ضرورت له اندازې زیات شي او ان نړیوال مارکیټ ته هم صادر شي. 


ماخذ: 
۱- د افغانستان سیاسي جغرافیه 

۲- خالد امیري له راپورڅخه 

۳-انټرنیټي پاڼې