دنړۍ څلور مبارز شخصیتونه

۱ - عبدالغفار خان: نوموړي  په خپل ژوند کې ډېرې ترخې شېبې د قام او ملت د ویښتیا په خاطر ګاللي دي، او ستره مبارزه یې ترسره کړې ده، شپه او ورځ یې د یوالي لپاره کار کوو او تر ډېره یې په ولسونو کې د عدم تشدد مبارزه عامه کړه، چې اوس وخت کې یې پښتانه او حتا نور قامونه د مبارزې تر بل هر وخت ډېر ملاتړي دي.

۲- نیلسن منډېلا: نوموړي د ژوند زیاته برخه په ربړونو او ستونزو کې تېره کړه او بلاخره په دې وتوانېد چې د قام په مقابل کې  یې کوم تشدد روان وو، هغه ته یې خاتمه کېښوده او د نورو قومونو په څیر یې خپل حق تر لاسه کړو، چې له همدې امله د نړۍ سترو مبارزینو په قطار کې شمېرل کېږي او ولس یې پرې ویاړي.

۳- مارټین لوترکینګ: دغه مبارز شخص هم زیات تکالیف وګالل او هر مشکل ته لکه د غره  په څیر سپر ودرېد او خپل قوم ( تور پوستو) په مقابل کې چې کوم  تاوتریخوالي موجود وو، نوموړي د خپلې سپڅلې مبارزې په نتیجه کې ورته د پایې ټکی کېښود او بلاخره د همدغې مبارزې په لاره یې ځان قرباني کړو.

۴ - چرچل: بیا د خپلې قوې او کلکې ارادې په اساس د انګلستان بر سیره په ټوله نړۍ کې ځان ثابت کړی وو، د انګلستان تر ټولو هویښیار سیاستمدار بلل کېږي، د ژوند تر اخیري سلګۍ پورې یې د هېواد او ولس لپاره خپله مبارزه جاري وساتله او هغه څه یې وکړل چې د کوم لپاره یې مټې رانغاړلې وې، انګلستان یې د لویو ګړنګو څخه وژغورو او دې حد ته یې ورسو چې نن د نړۍ سترو قدرتونو په قطار کې شمېرل کېږي.

چرچل په اړه داسې ویل کېږي چې د اروپا د متحد کېدو لامل هم د نوموړي سیاسي هویښیارتیا وه، د نوموړي یو منشي لیکلي " چرچل نه نږدې د ټولې اروپا اوسېدونکي خوشحاله دي خو نوموړي د چرچل له قوله یادونه کړې چې یوازینی شخص زما پلاره وو چې خفه  له دې فاني دنیا نه تللی دی". 

د پلار خفګان علت یې د نوموړي تمبلي ښودل شوې ده چې چرچل په کوچنیوالی کې ډېر لټ او تمبل وو، د مکتب په درسونو کې به تل پاتې وو نو په همدې اساس ورڅخه پلار خفه له دې نړۍ تللی وو.

خو وروسته یې د زیاتې مطالعې او عملي کارونو په واسطه وکولای شول چې دې حد ته ځان ورسوي.  
د پورتینو مبارزینو هڅې د ملي ګټو او ملتونو د هوساینې لپاره وې؛ خو متاسفانه چې زموږ د هېواد نږدې هر وګړی د شخصي ګټو لپاره هلې ځلې کوي، زما په اند نږدې د هر وګړي په سپینه لمن د تبعیض، تربګنۍ، کرکې، حسادت داغ نغښتی دی، تل خپلې ګټې د بل په ذلالت کې ګوري، چې دا کار د اشخاصو  په ژوند او کرکټرونو منفي اغېزې کوي، نو د مشکلاتو ایجادلو پر ځای باید د مشکلاتو حل لپاره لارې چارې ولټوو دلته تر هر څه ډېر  ملت جوړونې ته اړتیا ده، اتحاد او اتفاق ته اړتیا ده، تر څو د راتلونکو نسلونو لپاره د ارامه او هوسا ژوند زمینه برابره شي.