په مسلمان واجب دي چې په ټولو حالاتو کې په تېره بيا چې په سختۍ تکليف او مصيبت کې وي د الله تعالى لورته منډه او تيښته وکړي، هغه ته تضرع او عاجزي وكړي او خپل ضعف او مشكلات ورته څرګنده کړي او د خپلو ګناهونو بښنه ترې وغواړي، الله تعالى فرمايي: (ففروا الى الله..)
د الله تعالى لور ته منډه او تيښته وکړئ
د بنده عقيده بايد دا وپ چې د پناه، مرستي، فرياد، ژغورنې، خونديتوب او د اطمنان ځاى يواﺯې د الله تعالى لور ته ورستنيدل دي، ځکه ټولې چارې د الله تعالى په لاس کې دي الله تعالى فرمايي ( مَآ أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَمَن يُؤْمِنۢ بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُۥ ۚ ) [سُوۡرَةُ التّغَابُن : 11]
د الله د ارادې څخه پرته هیڅ یو مصبت نه راځي. څوك چي پر الله ايمان ولري، الله د هغه زړه ته هدايت ور بخښي.
ټول کارونه د الله تعالى په لاس کې دي د هغه لخوا تدبير او اداره کېږي، څه چې الله تعالى وغواړي هغه کېږي او څه چې ونه وغواړي هغه نه کېږي، که هغه چاته د خير اراده وکړي هېڅوک يې مخه نشي نيولاى او که هغه په چا باندې د مصيبت او تکليف راوستل وغواړي هېڅوک منع کولاى نشي، يواﺯې هغه ژغورونکى او نجات ورکوونکى دى: (قُلْ مَن ذَا الَّذِى يَعْصِمُكُم مِّنَ اللَّهِ إِنْ أَرَادَ بِكُمْ سُوٓءًا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةً ۚ ). [سُوۡرَةُ الاٴحزَاب: 17]
دوی ته ووايه: "څوك تاسي له الله څخه ژغورلای شي كه هغه تاسي ته ضرر رسول وغواړي؟ - او څوك د هغه د رحمت مخه نيولاى شي كه هغه پر تاسي مهرباني كول وغواوي؟".
مسلمان ته پکار دې چې خپلې ټولې چارې الله تعالى ته حواله کړي د هغه لور ته وروګرځي، يواﺯې د هغه نه د روغتيا او سلامتيا اميد وساتي، د ناروغۍ مصيبتونو او پېښو راتلل يې يواﺯې د الله تعالى لورته منډه کول او د هغه نه نجات او پناه غوښتل لا ﺯيات کړي، ځکه مٶمن د ﺯړه اطمنان، کراري سعادت او خوشحالي يواﺯې الله تعالى ته ورستنيدو کې ده الله تعالى فرمايي: (وَمَن يَعْتَصِم بِاللَّهِ فَقَدْ هُدِىَ إِلٰى صِرٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ)[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 101]
څوك چي په الله تعالى پناه ونيسي، هغه به هرو مرو سمه لاره ومومي.
انسان پخپل خلقت سره ضعيف او کمزورى دى، په دنيا او اخرت کې د هېڅ يوې چاري اختيار نه لري، نه ځان ته د ګټې او توان رسولو واک لري، نو لاﺯمه ده چې کله ورته کوم مصيبت او تکليف رسي او يا دکوم مشکل سره مخ کېږي بايد هغه چاته منډه کړي، چې هغه واکدار ﺯرور او په هر څه برلاسي وي، هغه ته پناه وړل لامل د عزت خونديتوب او نجات وي، هغه ته په ورستنيدنه د سکون ارمۍ او اطمنان احساس کېږي چې هغه يواﺯې الله تعالى دى.
بايد الله ته ورستنيدنه د توبې په ويستلو، د بښنې په غوښتلو او د ګناهونو په پريښودلو سره وي.
الله تعالى ته ورستنيدنه له ټولو هغه کارونو نه په مخ اړولو وي چې الله تعالى د غضب او نا رضايت سبب ګرځي.
الله تعالى ته ورستنيدنه بايد د نافرمانۍ او سرغړونې نه دهغه اطاعت او پيروى ته اوښتولو سره وي.
الله تعالى ته ورستيدنه د غلفت په پريښودلو او هغه د ﺫکر، حمد او ثنا په پيلولو سره وي.
الله تعالى ته ورستنيدنه بايد تقدير ته په تسليمدلو او په صبر سره د هغې هرې پرېکړې په منلو سره وي.
وروستي