دوه ستر نعمتونه

دوه نعمتونه د انسان په ژوند کې لوړ مقام او ارﺯښت لري، لومړى وخت چې د انسان اصلي عمر، لويه او قيمتي شتمني حسابېږي، بل صحت چې د انسان لپاره لوى نعمت دى او هغه د فعاليت او نشاط راﺯ بلل کېږي.

 وخت او صحت  د انسان  په ژوند کې  کې هغه د ټولو کارونو، هلو ځلو او د لاسته رواړنو لپاره د ترقى او کاميابى  ﺯينه بلل کيږي، که په سمه ترې اسفاده وشي په دنيا او اخرت د فلاح او  نجات سبب ګرځي.

اسلام هم د وخت او صحت ارﺯښت بيان کړي، د ساتنې او اهتمام په اړه يې ټينګار کړي دي. نبي صلي الله عليه وسلم نبي صلي الله عليه وسلم فرمايي:"نعمتان مغبون فيهما کثير من الناس الصحة والفراغ". 

 دوه ستر نعمتونه دي، چې اکثره خلک په کې غولېږي (سمه فائده ترېنه نشي اخستلى)، هغه روغ صحت او فارغ وخت دى.

ﺯياتره خلک کله چې فارغ وخت لري په صحت روغ وي نو  پخپلو خوندونو ، مزو، او د دنيا په  عيش او عشرت کې بوخت وي،  خو چې کله ناروغ او يا مصروف شي نو بيا افسوس او ارمان کوي وايي کاش چې وخت راسره وى کاش چې په صحت روغ وىمې به دا او هغه کړى وى د قران تلاوت به مې کړى وى، تهجد به مې کړي واى، نفلونه به مې کړى واى، نور عبادتونه به مې کړي وي.

محترمو اوس پدې ورځو کې چې د کورونا وبا لامله ټول خلک په خپلو کورونو کې ايسار دي، فارغ او بې کاره دي،  او د رمضان مبارکه مياشت هم د راتلو په درشل ده نو ښه فرصت دى چې  د وخت او صحت نه په سمه توګه ګټه واخلئ،  رمضان د مياشتې احکامو يادولو ته ځانګړي پاملرنه وکړئ، د قران کريم په يادولو او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د احاديثو په ﺯده کولو خپل وخت مصرف کړئ.