د رمضان وروستۍ لسيزه او په عبادت کې ﺯيار ويستل

ددې لسيزې په راتلو سره به  نبي - صلى الله عليه وسلم - عبادت ته ځان چمتو کړ،  د نورو شپو په پرتله به يې په عبادت کې ﺯيات ﺯيار ويستلو، دا شپې به يې په عبادت او بندګۍ روڼولي، د عائشې رضي الله عنها نه روايت دي، فرمايي: "كان النبي - صلى الله عليه وسلم - إذا دخل العشر أحيا الليل وأيقظ أهله، وجدَّ وشدَّ المئزر". 

ژباړه: کله چې به د رمضان وروستۍ لسيزه داخل شوه نو نبي - صلى الله عليه وسلم - به شپه روڼوله، خپل اهل به يې راويښلو، کوشش به ﺯيات کړ او پرتوغاښ به يې کلک کړ.
(رواه البخاري، برقم 2024، ومسلم 1174).

 شد المئزر معنى: بډې به يې را ووهلي او خپل ځان به يې عبادت  ته وﺯګار کړ، خپل کوشش به لا ﺯيات کړ، يا دا چې له خپلو بيبيانو څخه به جلا شو، همدا شان دعائشې رضي الله عنها نه روايت دي، فرمايي: "كان رسول الله - صلى الله عليه وسلم - يجتهد في العشر الأواخر ما لا يجتهد في غيره". 

ژباړه: رسول الله - صلى الله عليه وسلم -به چې د رمضان په وروستيو لسو شپو کې( په عبادت کې) کوم کوشش کولو دا به يې په نورو شپو کې نه کولو.
(رواه مسلم، برقم 1175).

نبي - صلى الله عليه وسلم - به پدې لسيزه کې له مشغولتيا سره پريکون وکړ، سوچ فکر به يې له نورو بو ختاوو فارغ او په نيکو اعمالو به يې ځان مشغول کړ، لکه،: لمونځ، صدقه، تلاوت، ﺫکر، دعاء سخا  او داسې نور کول تر څو لا د هدايت او خير چارې ﺯياتى ترسره کړي.

 پدې لسيزه كې د نبي - صلى الله عليه وسلم - لخوا اعتكاف کول او عبادت ته ځان فارغول ددې لسيزې په فضيلت، شرف او عظمت ستر دليل دى.
 
خو دا ستره بدبختى ده چې پدې مبارکو شپو کې ﺯياتره خلک په باﺯرونو او نورو ځايونو کې خپل وخت ضايع کوي او شبګيرې کوي، خو کله چې د تهجدو وخت نږدى شي ويده شي، چې دا لوى توان او پدغه مبارکو شپو کې له عبادت څخه بې برخې پاتې کېدل دي.

رښتنې مسلمان ته پکار دى چې د دې مبارکو شپو شيبه شيبه غنيمت وګڼي، په عبادت کې ﺯيار او کوښښ وکړي، دتېرو ورځو کمى جبيره کړي، ځان د الله تعالى له عفوې او بښنې برخمن کړي، خپل څټ د جهنم له اور څخه اﺯاد کړى، د دنيا او اخرت سعادت ترلاسه کړي، ښايي د مرګ له امله بل ځل دا لسيزه راګيره نه کړي.