د رمضان ځینې اداب او لارښوونې

 په صحیحینو کې راځي بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:څوک چې رمضان د میاشتې روژه د ایمان له مخې د ثواب په نیت ونیسي، نو مخکنې ګناهونه به ورته وبښل شي.

پدې کې هېڅ شک نشته چې دغه ستر ثواب یوازې د هغه چا لپاره ندی چې ځان یې له خوراک او څښاک څخه منع کړي وي، بلکې باید روژدار د روژې ادابو ته پاملرنه وکړي، مونږ د رمضان له ځينې هغه ادابو او لارښوونې یادونه کوو چې روژدار ته ګټه رسوي:

قیام اللیل:
پدې مبارکه میاشت یو له غوره عملونو څخه د تراویحو او تهجدو لمونځ کول دي: په صحیحینو کې راځي رسول الله صلی الله علیه وسلم، فرمایي: څوک چې رمضان د میاشتې تراویح او د شپې لمونځ د ایمان له مخې د ثواب په نیت وکړي، نو مخکنې ګناهونه به ورته وبښل شي.

د قران کریم ختم کول:
رمضان میاشت د قران او قاریانومیاشت ده. جبریل علیه السلام  به د رمضان په میاشت کې نبي صلی الله علیه وسلم ته د قران زده کړه او يادونه کوله، صحابوو او سلفو صالحینو به د رمضان په میاشت کې څو ځلې قران کریم ختمولو.

ښېګڼه او احسان کول:
پدې بابرکته میاشت کې غوره عمل د نورو سره ښېګڼه او احسان کول دي، نبي صلی الله علیه وسلم ترټولو خلکو ډېر سخي و، او د رمضان په میاشت کې به لدې هم زیات سخي و.

د ژبې ساتنه:
روژداره او پرهیزګاره باید د خپلې ژبې ساتنه وکړي،په صحیحینو کې راځي رسول الله صلی الله علیه وسلم، فرمایلي دي: روژه ډال دی (د روژه دار لپاره)، کله چې یو کس په تاسې کې روژه وي، نو بې حیاء وینا، ګناهونو او بې صبري دې نه کوي، کچېرته ورته څوک کنځلې وکړي نو ورته ودې وایي چې زه روژه یم.

د فلمونو او سريالونو له کتلو ډډه کول:
ايا دا عقل مني چې روژدار دې د ورځې نيکۍ راټولې کړي، او بيا د شپې لخوا دې د هغه بېهوده فلمونو، فاحشه نڅاګانو او ناوړه سريالنو په کتلو د اور په څېر وسيزي چې انسي او جني شيطانان يې ورته ښائسته کوي.

دعا کول:
پدې مبارکه مياشت کې دعا کول د غوره عبادتونو څخه دي، په هر وخت کې دعا کول مستحب دي خو په ځينې وختونو کې ﺯيات ټينګار شوى، د روژماتي په وخت د روژدار دعا نه رد کېږي، د شپې دريمه برخه د دعا غوره وخت دى.

خلکو ته نصيحت کول:
نورو ته نصيحت کول او د الله تعالى لور ته رابلل بل هغه غوره عمل دي چې بايد پدې مياشت کې ورته پاملرنه وشي،  څومره ګناهګاران پدې مياشت کې د يو ايت او يا د يوې اغيزناکې وينا د اوريدلو په سبب چې په ﺯړه کې ځاى کوي توبه وباسي.