یوه کوچنۍ بلا راپورته په دنیا یم
د هر چا په فکر ناسته کرونا یم
هر سړی رانه په ترهه او په وېره
د دنیا په هر سړي مې ناسته سېره
په جهان مې عجيبه شان سلطنت دی
په لړزه مې راوستلی هر قدرت دی
نه مزدور رانه په امن نه بادار دی
نه غریب راڅخه خلاص او نه مالدار دی
هم پاچاه او هم وزیر ته رسیدای شم
بې له ویرې ټول جهان کې ګرځیدای شم
د جنګي لښکرو سپڼ وتلی نشي
وسلې ډيرې خو ګوزار کولی نشي
اټم بم مې مخه نشي اړولی
نه مې کور چا ته معلوم دی او نه کلی
نه کافر نه مسلمان راته مهم دی
نه د چا دین او ایمان راته مهم دی
عقيده مې په دوه توته د هر چا کړه
په هر سر کې مې د عقل کړکۍ وا کړه
په يوالي چې غره وو کوم وګړي
ما هغه سره یو یو کړل غړي غړي
توجو د هر چا واوښته خپل ځان ته
په لومړي ځل یې شو فکر وران ډیران ته
اتفاق د هغو خلکو ګټور وي
چې د هر یو کس یې فکر منور وي
تار په تار مې جوماتو کې کړل صفونه
د جومات ورو ته مې واچول قلفونه
د خدای کور مې کړ بسته پر مومنانو
باید واخلي لومړی حال د غریبانو
هر یو قوم هر یو مذهب او هرې ډلې
غږولې هر چا ځان ځان ته بدلې
د هر چا مذهب بهتر له بل مذهبه
مګر ټول ښکارېدل لرې له خپل ربه
و هر چا ته خپل مذهب یو خدایي ډال و
هر سیلاب ته سم د اوسپنې دیوال و
مګر ما له منځه یووړل دیوالونه
راته تم نه شول د کوم مذهب ډالونه
تر خپل وسه هر چا کړي دي جرمونه
هر سړي ته مې زندان کړه خپله خونه
که د ښځو له زندانه لږ اګاه شي
ورښکاره که لږه شان خپله ګناه شي
جهالت مې د قومونو رابرسېر کړ
په رګ رګ کې مې د عقل څاڅکی تېر کړ
ساينسي فکر مې بلا سرو کې خپور کړ
د ملا کچکول مې پړمخې نسکور کړ
دا جهان لوی فسادي لکه نمرود شو
له ګناه نه یې ډک رګ رګ د وجود شو
دا نمرود به په کوچني ماشي رامات شي
مغرور تن به یې چینجیو ته خیرات شي
وروستي