انجينر قلم الدین چې مازدیګر کور ته راغی په څیره کې یې خفګان له ورایه ښکاریدو، هیله لور یې ولیده چې په ليکلو بوخته ده، هغې چې پلار ولید له ځايه پورته شوه، په موسکا یې ستړې مشې ورته وویله. هیلې چې د قلم بېخ یې په غاښو کې نیولی و، پلار ته یې څو ځلې وکتل، څیره یې خواشینې ورښکاره شوه، ترې ویې پوښتل:
ـ څنګه داسې خفه معلومېږې؟
ده د لور سرې کتابچې، په مخکې غوړیدلي کتاب او بیا یې ځلاندو سترګو ته وکتل، ورو یې وویل:
ـ هسې،...خوشحال به نو څه ته شو؟
میرمن یې کوټې ته راننوته، د ده په لیدو یې وویل:
ـ څنګه داسې بل رقم یې؟
انجينر قلم الدین لور ته وکتل، هغې کتاب سترګو ته نږدې کړ، ده ولیدل چې کتاب ته سپین پوښ ورکړل شوی و، په خودکار قلم په ابي رنګ پرې غټ لیکل شوي وو: "بيالوژي د يوولسم ټولګي لپاره".
بیا یې ښځې ته سترګې ورواړولې:
ـ هسې، نن د کابل په پوهنتون وسلوالو برید کړی و، په لسګونو محصلین پکې مړه و ژوبل شوي دي، ټوله ورځ بې سوره وم، ځمکې ځای نه راکاوه...
هیلې په وازو سترګو پلار ته وکتل، ښځې وویل:
ـ نو پوهنتون څه ګناه کړې وه..؟
سړي ترخه موسکا وکړه:
ـ دلته هر هغه ځای ګنهګار دی چې وطن ته خېر رسوي...
ساعت یې سترګو ته نږدې کړ:
ـ برق هم پسې ورک دی.
بیا یې د تلویزیون تورې ښيښې ته سترګې ورواړولې.
د ده له دې خبرې سره برق راغی، د تلويزيون سور غمی روښان شو، لور یې ژر ریموټ راپیدا کړ او تلویزیون روښان شو، پر تلویزیون پوهنتون ښودل کیدو، د یو ټولګي چوکۍ ماتې ماتې پرتې وي، یوه نجلۍ پر کړکۍ ورپرته وي، د ځان غورځیدو پر مهال ویشتل شوي وي، بله نجلۍ ښودل کېږي چې د چوکیو نه لاندې پر ځمکه پرته وي سر یې پر خپله سره کتابچه ایښی وي...
پلار په څنګ خپلې لور ته وروګوري، هغه وخت یې را په یاد شي چې یو ځل نیمه شپه د هیلې د کوټې ګروپ لګیدلی وي، دی غلی ورشي، دروازه ورو وازه کړي، لور یې پر خپله کتابچه سر ایښی وي او ویده وي.
هیلې چې په تلويزيون کې یې سترګې ګنډلي وي، له لاسه یې قلم وغورځېد، د بيالوژي پر ابي نوم توره لیکه راکش شوه.
د قلم الدین په ذهن کې د خپلې لور یوه یوه خبره چې هغه وخت پر ده لکه خوږې مټایۍ لږیدلې وې، اوس یې یوه یوه پر زړه لکه د ټوپک مرمۍ ولګیدې:
ـ زه به ډاکټره شم، ... سیاست مداره به شم ... پر تلویزیون به مې یوه ورځ وګورئ... د پارلمان وکیله به شم...ولسمشرۍ ته به ځان کاندید کړم....
پلار به د هیلې خوږو خبرو ته کرار پروت و او په زړه کې به یې خوندونه ترې اخیستل، د خيال په اسمان کې یې د هیلې ستوری ډېر روڼ او ځلانده لیدو.
ښځې چې تلویزیون ته یې کتل، په ژړانده غږ وویل:
ـ ښا ته اوس دې ته ګوره، د زړه په وینو اولادونه ستر کړه، د خدای په خواريو یې پوهنتون ته ورسوه... هلته بیا داسې بلاوې پسې ورشي....
هیلې کتابونه ټپیا کړل، په تور بکس کې یې واچول، تلویزیون ته ځيره وه، سپین دیوالونه په وینو داغداره ښکاریدل، په هر دیوال یې بې شمېره مرمۍ لګیدلي وې، ته وا د پوهنتون په دې ټولګي کې د نړۍ لوی مجرمين په نښه شوي دي. وروسته د پوهنتون لوحه او لوګو ښکاره شي، دوه ځایه په مرمۍ لګیدلي وي دوه سوري پکې وي، پوهن او تون دواړه زخمي شوي وي.
پلار یې خپلې لور ته وروکتل، دواړه سترګې یې په تلویزیون ګې ښخې پاتې وې، رڼې اوښکې پکې ځلیدې، خدای زده پر تلویزیون به تصویرونه رڼه ورته ښکاریدل او که نه؟ نجلۍ چې پلار ته ورپام شو، لاسونه یې مخ ته ونیول او په سلګیو له کوټې ووته.
سبا مازديګر چې انجینر قلم الدین کور ته راغی، برق نه و، موبايل کې یې فیسبوک خلاص کړ، هیله یې په خوا کې کېناسته، د پلار له لاسه یې موبايل واخیست، پر یو عکس یې سترګې ولګیدې، عکس یې لوی کړ او ښه ورته ځيره شوه، عکس ډېر لایکونه اخیستي وو، ډېرو کسانو شیر کړی و، عجیبه عکس و، د مرمۍ یوه خالي نلۍ ولاړه وه، قلم پروت و، مرمۍ د قلم پورتنۍ تنه ورماته کړي وه، خو نوکه یې روغه وه.
نجلۍ ته عکس خوند ورکړ، د زړه نښه یې ورکړه، پلار ته یې ورښکاره کړ، له دې سره پړق برق راغی، د لور او پلار په سترګو کې د ګروپ رڼا ښکاره شوه. سړی تلویزیون روښانه کړ، خبريال له محصلانو سره غږېده، یو محصل ويل:
ـ موږ به هيڅکله درس پرېنږدو، دوښمن سره دې ټوپک وي، موږ به په قلم ماتې ورکوو.
پای
وروستي