انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينې کې د (Writing) يا لېکنې درس- دولسمه برخه

يوولسمه سټراټېژی: په فعال غږ کې ولیکئ .Write in the active voice
انګلېسي کې دوه ډوله غږ يا voice شته دي، چې active voice او passive voice ورته وايي. له غږ يا voice  څخه موخه په جملو کې د زمانو استعمال په داسې ډول دی چې فاعل يې مالوم او يا هم مجهول وي.  که چېرې د جملې فاعل يا subject څرګند وي نو ورته active voice وايي او که بيا چېرې په جمله کې فعال مالوم نه وي نو بيا ورته passive voice وايي. 


بېلګه: 
active voice: Ahmad teaches chemistry in this school. 
passive voice: Chemistry is taught at this school (by Ahmad). 


د ټافل ازموينې د لېکنې او همدا ډول د speaking په برخه کې غوره ده چې د passive voice پر ځای جملې د امکان تر حده په active voice کې ولېکل شي، مطلب دا چې پورته بېلګه کې د دويمې جملې پر ځای لومړۍ جمله غوره ده. که چېرې active voice وکارول شي نو لوستونکي په اسانۍ سره له جملې مفهوم اخېستل شي او ستاسې سره مرسته کوي ترڅو ښې نمرې واخلئ. 


د active voice لپاره درې جوړښتونه يا Structures: 


 Subject + verb + direct object: Afghanistan exports dry fruit. 


 Subject + verb + object + prepositional phrase: I study  Pashto   at mid night. 


 Subject + verb + prepositional phrase: Many citizens live below the poverty line. 


د passive voice لپاره دوه جوړښتونه يا Structures: 


 Subject + verb + object + prepositional phrase: Many products are manufactured in China.


Subject + verb + prepositional phrase + prepositional phrase: Pashto is studied by me at midnight.  


د active voice او passive voice په اړه مهمې خبرې دا دي، چې active voice کې فاعل مالوم وي خو بيا په passive voice کې د فاعلې جملې مفعول د مجهولې جملې فاعل کيږي. ځيني جملې يوازې په active voice کې لېکل کيږي، ځکه هغوی مفعول يا object نه لري. دغه Many citizens live below the poverty line جمله passive voice ته تبديليږي، په دې اساس چې د جملې فعل live دی او دغه فعل مفعول يا object نه لري. 

په لويه کې سپارښتنه دا ده، چې د ټافل ازموينې لېکنې برخه کې تر ډېره له څرګندو جملو کار واخلئ ترڅو لوستونکي يا هغه کسان چې له تاسې ازموينه اخلي په اسانۍ سره  ستاسې له جملو مفهوم تر لاسه کړي. خو که چېرې په رېښتا هم د جملې فاعل څرګند نه وي او د active voice پر ځای passive voice ته اړتيا وي، نو بيا کولی شئ چې passive voice استعمال کړئ.