د رهبرۍ اړینې ځانګرنې - لومړۍ برخه 

د رهبرۍ اړینې ځانګړنې کتاب مشهور ویناوال او لیکوال جان سي مکسویل لیکلی او امیر احمد یاد پښتو کړی دی. اړوند کتاب مې دوه ځلې ولوست د یوه رهبر لپاره پکې یوویشت ځانګړنې اړینې لارښوونې او معیارونه شته. که د دې کتاب د بشپړ ویلو لپاره وخت یا لېوالتیا نه لرئ، دادی زه یې غورچاڼ درته وړاندې کوم . له ویلو یې خوند واخلئ.

که غواړئ چې رهبر شئ، نو باید لومړی به ځان کې رهبرشئ، بیا له هغې وروسته بهر رهبر کېدلای شئ. په ریښتیا هم که ځان رهبر بولو او لاندې ځانګړنې ونه لرو، نو په حقیقت کې رهبر نه یو. راځئ چې د رهبرۍ لاندې یوشت ځانګړنې زده او عملي کړو.
په دوام...

پنځلسمه ځانګړنه: اړیکې 
په ټولنه کې انسان د نورو انسانانو لپاره پیدا شوی دی.
رهبري یوازې له رهبرۍ سره مینه نده، رهبري له نورو سره په مینه چلند دی.
 که ښې اړیکې غواړې ښې اړیکې وپاله.
د رهبر ذهن ولرئ، خلک درک کړئ.
د رهبر زړه ولرئ، له خلکو سره مینه وکړئ.
د رهبرۍ لاس وغځوئ، له خلکو سره مرسته وکړئ

شپاړسمه ځانګړنه: مسئولیت
 چې توپ په لاس کې وانخلې د نورو رهبري نشې کولای.
چې لوبه کوې د لوبډلې د بریا او ناکامۍ مسئولیت تا ته هم راجع کیږي.
هر وخت لومړی، دویم الي دریم مسئول اوسه له دې ښکته بیا رهبر نه پیر اوسه.
کار مو ختم او بشپړ کړئ.
یو قدم زیات واخلئ.
په ښو شیان فکر وکړئ.
حالت ته ډېر مه ګورئ تولید کوئ.

اوو لسمه ځانګړنه: ډاډمنتیا
 خلک باید پوه شي چې له تاسره ځانته کار کوي او د ترسره شوو چارو امتیازیې تاسې ځینې نه وړئ.
 نورو ته مثبت احساس ورکړئ.
په ډله بسې مه ځه خپله پرېکړه دې کوه .
پام دې وي که بریا دې له ډاډمنتیا لوړه شي، تخریب پیلوي.
کوم رهبران چې ډاډمن نوي خطرناک دي.
لږ اخلئ ډېر ورکوئ.
خپل تکړه خلک زیاتوئ.
 خپل سازمان پراخه کړئ. 

آتلسمه ځانګړنه: دسپلین 
  لومړی او ښه بریا په ځان بری موندل دي.
که هلې ځلې کوئ خو بریا ته نه رسېږئ ، نو پوه شئ چې دسپلین نه لرئ.
لومړیتوبونه وپېژنئ.
نظم او دسپلین مو هدف کړئ.
پلمې وننګوئ.
چې کار مو نه وي کړئ انعام مه اخلئ.
پایلو ته مو ځیر شئ.

نولسمه ځانګړنه: خدمت
 که پرمختګ غواړئ خدمت وکړئ. ریښتیني رهبران خدمتګاران دي.
خدمت په له مقام او منصب سره مه تړئ.
د ځان پر ځای د نورو لپاره خدمت وکړئ.
نور ترځان لومړي وبولئ.
د خدمت لپاره ډاډ او اراده ولرئ.
د خلکو خدمت ته لار پرانیستې ولرئ.
د خدمت لپاره مقام او موقف قرباني کړئ.
له ځان او خلکو سره مینه وکړو.

شلمه ځانګړنه: زده کړه   
که دوامداره رهبري غواړې زده کړه وکړه.
که په اوسني حالت راضي وې دا خطرناک حالت دی.
د زده کړو د پای فکر پرېږدئ.
په بریابرلاسي شئ.
لنډې لارې پرېږدئ.
غرور مات کړئ.
له یوې سوړې دوه ځلې مه چیجل کېږئ.

یوویشتمه ځانګړنه: آرمان
څه چې لیدلی، شئ هغه ګټلی شئ. ریښتیني رهبران لیدلي خوبونه په حقیقتونو بدلوي.
ستاسې آرمان له تاسې پیلیږي.
آرمان ستاسې له پس منځره وي.
ستاسې آرمان باید د نورو اړتیاوې هم پوره کړي.
آرمان ستاسې سرچینې راټولوي.
له بدلون سره جوړه وکړه مه ورسره ورانېږه.

پای 
زه رحمت ګل عمری د رهبرۍ د پورته یوویشتو ځانګړنو ترڅنګ اسلامي اعتقاد او د لوی الله ج د رضا د حاصلول هم د ارزښت وړ ګڼم.

خدای مو رهبران کړه چې د افغانستان ښه درباندې وشي.