د رهبرۍ اړینې ځانګرنې -   لومړۍ برخه 

د رهبرۍ اړینې ځانګړنې کتاب مشهور ویناوال او لیکوال جان سي مکسویل لیکلی او امیر احمد یاد پښتو کړی دی. اړوند کتاب مې دوه ځلې ولوست د یوه رهبر لپاره پکې یوویشت ځانګړنې اړینې لارښوونې او معیارونه شته. که د دې کتاب د بشپړ ویلو لپاره وخت یا لېوالتیا نه لرئ، دادی زه یې غورچاڼ درته وړاندې کوم. له ویلو یې خوند واخلئ.

که غواړئ چې رهبر شئ، نو باید لومړی به ځان کې رهبرشئ، بیا له هغې وروسته بهر رهبر کېدلای شئ. په ریښتیا هم که ځان رهبر بولو او لاندې ځانګړنې ونه لرو، نو په حقیقت کې رهبر نه یو. راځئ چې د رهبرۍ لاندې یوشت ځانګړنې زده او عملي کړو.

لومړی ځانګړنه:  کرکټر( کلک اوسېدل)  
ځان ته د معیار غوره کول.
 وړتیا خدایي ورکړه ده او کرکټر ټاکل کیږي،
کرکټر خلکو ته دومداره بریا رامنځته کوي.
رهبران د خپل شخصیت له پولو نشي اوښتی.

دویمه ځانګړنه: کارېزما (منښت) 
 په ځان د خلکو را ماتول.
له ژوند سره مینه وکړئ.
نورو ته هم ارزښت ورکړئ.
خلکو ته هیلې ورکړئ.
ځان له نورو سره شریک کړئ.

درېیم ځانګړنه: ګټورتعهد (ژمنتوب)  
 هغه مفهوم چې دکار خلک د خبرو له خلکو جدا کوې. 
له زړه ژمنه وکړئ.
ژمنو مو په عمل کې ښکاري.
ژمنه کولای شي د بري دروازې پرانیزي.

څلورمه ځانګړنه: ارتباطات (مفاهمه) 
ولې! یوازې روان یې، ملګري نه لرې؟
پیغام مو څرګند او آسانه کړئ .
مقابل لوري ته پام وکړئ.
حقیقت ښکاره کړئ او ریښتیا ووایئ.
مسئولیت ومنئ، خپل بار ته اوږه ورکړئ.

پنځمه ځانګړنه: واک  
 چې واک دې تر لاسه کړ، بریا ته نېږدې شوی یې.
هره ورځ یو نوی کار وکړئ، ځان وښیئ.
ګام واخلئ او پرمختګ وکړئ.
کار تر نیمايي نه بلکي پای ته یې ورسوئ.
له تمې زیات ترلاسه کړئ.
نور اغېزمن کړئ.

شپږمه ځانګړنه: زړورتیا   
وايي زړورتیا هغه وېره ده چې ځان وژنه یې کړئ ده .
له خپل باطن سره جګړه وکړئ زړورتیا خپله پیلیږي.
زړورتیا کارونه سموي، ختموي یې نه .
که رهبر زړور شوو، د پیریانو ژمنتوب به اغېزمن کړي.
که د ژوند وده غواړئ زړوتوب وکړئ.

اومه ځانګړنه: بصیرت   
  نا حل شوو معماوو ته د پای ټکی کېږدئ، ژر یې یو طرفه کړئ.
اصلي موضوع ته لاس کړئ .
د ستونزو د حل وړتیا مو څو چنده کړئ.
ښې ټاکنې ولرئ، ترڅو ښه اغېز وښیندئ.
شته فرصتونه زیات کړئ.
دوام لري.............................