د رهبرۍ اړینې ځانګرنې  - دویمه برخه 

د رهبرۍ اړینې ځانګړنې کتاب مشهور ویناوال او لیکوال جان سي مکسویل لیکلی او امیر احمد یاد پښتو کړی دی. اړوند کتاب مې دوه ځلې ولوست د یوه رهبر لپاره پکې یوویشت ځانګړنې اړینې لارښوونې او معیارونه شته. که د دې کتاب د بشپړ ویلو لپاره وخت یا لېوالتیا نه لرئ، دادی زه یې غورچاڼ درته وړاندې کوم . له ویلو یې خوند واخلئ.
 
که غواړئ چې رهبر شئ، نو باید لومړی به ځان کې رهبرشئ، بیا له هغې وروسته بهر رهبر کېدلای شئ. په ریښتیا هم که ځان رهبر بولو او لاندې ځانګړنې ونه لرو، نو په حقیقت کې رهبر نه یو. راځئ چې د رهبرۍ لاندې یوشت ځانګړنې زده او عملي کړو.
 
په دوام ...
آتمه ځانګړنه: تمرکز    
 په یوه لاس کې دوې نه یوه هندوانه ونیسه.
اویا سلنه مو د قوت په ټکو تمرکز وکړئ.
په نوو رامنځته شوو شیانو پنځه ویشت سلنه فوکس ولرئ.
په کمزورو ساحو پنځه سلنه تمرکز وکړئ.
 
نهمه ځانګړنه: سخاوت 
 ستاسې هغه ډېوه چې د نورو ډېوې روښانوي.
څه چې لرئ شکر پرې وباسئ.
نوروته لومړیتوب ورکړئ.
مال راټولول مو شوق زیانمن نه کړي.
پیسې هرڅه نه بلکي وسیله وبولئ.
د سخاوت خوی خپل کړئ.
 
لسمه ځانګړنه: نوښت 
وايي که نوښت نشې کولی له قطار ووځه.
تاسې باید وپوهېږئ چې څه غواړئ.
تاسې باید خبرې نه عمل ته توجو زیاته کړئ.
تاسې باید خطر ومنئ.
تاسې باید تېروځئ.
 
 
یوولسمه ځانګړنه: غوږ نیول 
نو چې د خلکو د زړونو خپلول غواړې، غوږ ورته ونیسه .
پیروان ومومئ .
پیردونکي پیدا کړئ.
سیالان ولرئ.
سلاکاران پیدا کړئ.
 
دولسمه ځانګړنه: هیجان  
که ژوند کوئ، په مینه او پوره شوق یې وکړئ
شوق د بري لومړی ګام وبولئ.
په شوق مو هوډ قوي کړئ.
په شوق ځان بدل کړئ.
که ریښتیا شوق لرئ نو ناشوني به شوني کړئ.
 
دیارلسمه ځانګړنه: مثبت لید لوری  
 که باوري یې چې کولای شې، نو حتمن یې کولای شې.
لیدلوری مو وټاکئ.
لید لوری مو اعمال کړئ.
ستاسې خلک ستاسې هندارې دي.
د خوی رغول یې تر پیداکولو آسانه دي.
 
څوارلسمه ځانګړنه: د ستونزو حل  
 ستونزه دې ژر حل کړه که نه په خنډ او کړکېچ اوړي.
د مسایلو وړاندوینه ولرئ.
حقایق ومنئ.
پراخه نظر او نیت ولرئ.
یو وخت یو کار وکړئ.
په بد وخت کې هم خپله موخه مه ورکوئ.
 
دوام لري............