د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (جمعه)

الجزيره: نړۍ کې د کرونا ویروس وروستۍ شمېرې 
 نړۍ کې د کوېډ-۱۹ مرګوني ناروغۍ د ککړو کسانو شمېر له يو نيم مېلېون واوښت. انګلستان او امريکا هغه دوه هېوادونه دي چې تېره ورځ د مرګ شمېر په کې ډېر اوچت وو. 

دغه ويروس د نړۍ په کچه ۸۸ زره کسان مړه کړي دي او همدا ډول ټو-ټال ۳۲۹ زره کسان له درملنې وروسته رغېدلي دي. 

د چين په شمول سويلي کوريا، نوي زيلانډ او د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو کې مسوولين وايي چې قرنطين او په تګ - راتګ بنديز چې وقايي تدبيرونه ويې کولی شول چې د کرونا ويروس د خپرېدو شمېر را ټېټې کړي. 

جيونيوز: د پاکستان پوځ: د هند يوه بې پېلوټه جاسوسي چورلکه مو رانسکوره کړه
د پاکستان د پوځ په يوې اعلاميې کې ويل شوي دي، چې د هندوستان يوه جاسوسي چورلکه يا quadrotor يې وېشتلې او غورځولې ده. 

د پاکستان پوځ ويلي دي چې دغه چورلکه نن ورځ د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمې ته تر ۶۰۰ متره را دننه شوې وه او موخه يې د مالومات اخېستل وو. پاکستان وايي چې د هندوستان دا ډول تحريک کوونکې کړنې کړکېچ زياتوالی شي. 

د پاکستان د پوځ په اعلاميه کې ويل شوي دي، "د هندوستان دا ډول کړنې د دغه دوه هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړو سرغړونه ده او د پاکستان په هوايي حريم کې تيری دی." 

د پاکستان د پوځ د دغه ادعا په اړه تر اوسه د هند حکومت څه نه دي ويلي. 

رويټرز: چين کې د ايفون Pro Max ۱۱، بيه ۷۵۰ امريکايي ډالرو ته راښکته شوې 
 چين کې که څه هم سوپر مارکېټونه، پلورنځي، هټۍ او سوداګريز مرکزونه تړل شوي دي، خو ان لاين پلورنځيو د توکو د خرڅلاوو بيو کې تخفيف ورکړی. 

چين کې يو شمېر ان لاين پلورنځي د اپل نوې ايفون موبايلونه بيو کې تخفيف وړاندې کړی دی. له کرونا ويروس وړاندې چين کې د ايفون Pro Max ۱۱ بيه  زر امريکايي ډالر وه چې اوس مهال يې بيه تر ۷۵۰ امريکايي ډالرو ته  را ښکته شوې ده. 

چين کې د ټېکنالوژۍ برخه کې ان لاين پلورنځي وايي چې د خلکو غوښتنې کمې  شوې دي او دوی اړ شوي دي چې په کمو بيو او د تخفيف په ورکړې سره ګرځنده موبايلونه او نور برېښنايي ټوکي خرڅ کړي. 

العربیه: هند کې د کرونا ويروس موټر جوړ شوی 
 هندوستان کې د موټر جوړونې يوې کوچنۍ کمپنۍ داسې موټر جوړ کړی دی چې بيرونۍ بڼه کې د نړۍ کې د خپور شوي کرونا ويروس په ډول ده. اختراع کوونکي وايي چې د دغه کار يې موخه له کرونا ويروس د خلکو ويرول او عامه پوهاوی دی. 

د سوداکار یداو په نوم د دغه موټر يو جوړونکي ويلي دي، چې کرونا ويروس نړۍ نېولې ده، هند کې خپور دی، خو تر اوسه هم خلک ويروه نه احساسوي او کوڅې له خلکو ډکې وي. 

د نړۍ په بيلا بيلو برخو کې په دواطلب ‌ډول خلکو د کرونا ويروس په اړه مبارزه پيل کړې ده، چې د وقايي وسايلو د وړيا وېش ترڅنګ په عامه پوهاوي خلک د کرونا ويروس په اړه پوهاوي.

فرانس پرېس: نړۍ کې پر کرونا ويروس ککړ تر يو نيم مېلېون زيات او مړه سل زره ته ور نېږدې شوي 
 نن جمعه، د کرونا ويروس وروستۍ شمېر ښيي چې نړۍ کې تر يو نيم مېلېون ډېر کسان په دې ويروس اخته شوي دي او د مړو شمېر ۹۴ زره کسانو ته رسېدلی دی. 

د روغتيا نړيوال سازمان له خلکو غواړي چې په کورونو کې قرنطين پاتې شي خو  په ورته وخت کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان بيا خبرداری ورکړی دی، چې په مېلېونه کسان به نړۍ کې بې کاره شي او نړيوال تجارت به سخت وځپل شي. 

دغه سازمان وايي چې د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ به په سويلي، مرکزي او ختيځه اسيا او همدا ډول به د افريقا لويه وچه کې د بې کارۍ او فقر يو نوې کړۍ رامنځ ته شي. 

تر اوسه د نړۍ هېوادونه نه دي توانېدلي چې د کرونا ويروس د ککړو او مړو کسانو شمېرې را ټېټې کړي، بلکي په هر ساعت کې د نړۍ په ګوټ - ګوټ د تازه پېښو شمېرې رسنيزې کيږي.