دشېخ زاید پوهنتون دژورنالېزم له پوهنځۍ څخه ۵۴ تنه محصلین فارغ شول.

\"\"
 په همدې موخه ددې پوهنتون دریاست مقام مخې ته پراخ مراسم نیول شوي وو چې پکې دشېخ زاید پوهنتون ریس دوکتورګل حسن ولي زي، استادانو ، ژورنالېستانو، دفارغیدونکومحصلینودکورنیوغړو او خپلوانوبرخه اخیستي وه.
په مراسموکې ویناوالوپه اوس وخت کې دژورنالېزم پراهمیت اوپروړاندې پرتوخنډونوخبرې وکړې.
دخوست پوهنتون ریس دوکتورګل حسن ولي زي ددې ترڅنګ چې دغوفارغیدونکومحصلینوته مبارکی وړاندې کړې دشېخ زایدپوهنتون پرموثریت اوددې پوهنتون پروړاندې پرپرتوستونزو هم رڼا واچواله.
دوکتورګل حسن ولي زي وویل چې دوی دپوهنتون دپرمختګ لپاره ۵ کلن ستراتېژیک پلان جوړکړچې ددې پلان له مخې به نړیوال بانک له دې پوهنتون سره په راتلونکي ۵ لکه ډالره مرسته وکړي.
نوموړي وویل)):مونږپه سږکال کې یو۵ کلن پلان جوړ کړ چې له مخې به ډېر په نیږدې راتلوونکي کې نړیوال بانک له دې پوهنتون سره ددوو ودانیودجوړولو لپاره ۵ لکه ډالره مرسته وکړي))
له ده وروسته نورو ویناوالوپه خپل وار ټولو فارغیدونکو محصلینوته مبارکی وویلي او ددې ترڅنګ یې ورته په راتلونکي کې په دې مسلک کې دبریاغوښتنه وکړه.
په جنوب ختیځ زون کې دبې بې سي راډیواو رویټرز خبري اژانس استازي الیاس وحدت هم مراسموته په خپلوخبروکې وویل چې په داسې وخت کې دوی ددې پوهنځی څخه فارغیږي چې ژورنالېزم څخه ځینې کسان یواځې دپیسواخیستلووسیله ګرځولي.
وحدت وویل چې ددوی فارغیدل به دهغوکسانوپر روانوچارو ښه اغېز ونه لری چې یوازې یې له مسلک څخه دپیسوپه لپاره کار اخلي.
ده زیاته کړه:(( نن به ستاسود مقراریدو لپاره ډېرخنډونه رامنځ ته شي هغه ځکه چې دا مهال دځینورسنیو مشرانو داسې کسان پیدا کړي چې له دوی معاش نه غواړي خودوی یوازې دغږ خپریدوته خوشاله وي، خوتاسې یې چې دا فساد به راسپړی اوپروړاندې به عزم له لاسه نه ورکوی))
دخوست دشیخ زاید پوهنتون دژورنالېزم پوهنځي استاد پوهیالي اسدالله تڼي هم دوحدت له خبرو سره په ورته والي وویل چې دامهال په ځینورسنیوکې داسې کسان موجود اویایې هم رهبري پرغاړه لري چې هدف یې یواز مادیات دي.
ده ددې دمخنیوي لپاره نویوفارغیدونکومحصلینوته وویل چې باید خپله ژورنالېستیکه وظیفه داسې اجرا کړي ترڅو ددوی دموحودیت له امله دغسې کسانوته نور دکار زمینه مساعده نشي.
ده وویل چې ستاسووظیفه پاکه مقدسه اوسپېڅلي ده
ه ویناوو وروسته دتحفو اوتصدیق پاڼولړی پیل شوه چې هریوه نوي فارغیدونکي ژورنالېست ته تصدیق پاڼه اودکلید ګروپ لخوا برابره شوي تحفه ورکول کیده.
داهم دیادولو وړ ده چې له دې وړاندې خوست شېخ زاید پوهنتون څلور دورې مسلکي ژورنالېستان ټولنې ته وړاندې کړي وو.چې په دې ځل فارغوشویوکسانو کې دخوست کلید راډیو څلورتنه هم شامل وو
رحیم ګل نایل خوست
۲۱-۱۲-۱۰
۳۰-۰۹-۸۹