ولې منفي ګرايي؟؟؟

 
په نوره خو پرمختللي نړۍ کې دا ټکی هېڅ شته نه، که بیا وي هم په ډېره کمه اندازه، اما په وروسته پاتې ټولنو کې د نورو نیمګړتیاوو تر څنګ ستره خالیګاه دا هم ده چې منفي ګرايي یې په لوړه کچه وي.
په څه معنی؟
طبیعي ده په هغو ټولنو کې چې د سواد کچه په کې ټیټه، وزګارخېل یې د نورو له خوا تري فکري یرغل لاندې او کم شمېر باسواده خو بې احساسه وګړي یې د نورو د ګټو لپاره څڼې غورځوي.
همدا وضعیت په افغاني ټولنه کې هم دی، که دلته ډېر ښه کار هم روان وي فکر داسې جوړ شوی دی چې باید ورانی یې پر وړاندې وشي.
دلته کې قومي پرمختګ کیږي هم ورته د شک په سترګه کتل کیږي، په مختلفو ګماني خبرو یې وضعیت تر سیوري لاندې راوستل کیږي.
دلته که ځوانان د ويښتیا حرکت هم کوي، منفي ګرایان ټاپې په لاس ګرځي او د راغورځولو لپاره یې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
دلته که اداره په مکمل ډول په ښه لوري روانه هم وي خو پر وړاندې د هغوی غبرګون ډېر نامناسب وي چې ګټې یې په کې خرابې شوي وي.
ورسره خوا کې شخصي خصومتونه، تربګنۍ، پخوانۍ ستونزې او ډلې ټپلې نور هغه څه دي چې د ذهنونونو په خرابولو او د ادارو په بدنامه کولو کې یې رول لوبولی دی.
په یو څېړنیز مطلب کې مې ولوستل چې بدبینه خلک ډېر ټرافیکي ټکرونه هم کوي او دا ددې ښکاره ثبوت چې دا ډول حادثې په دې هېواد کې په کومه کچه کې دي.
داسې ډېر موارد شته چې د هېواد نوم ورسره لوړ شوی دی، مثلاً د کرکټ بورډ د سالمې رهبرۍ او ښو کړنو پایله ده چې نن د کرکټ نړیواله شورا تېر کال د افغانستان لپاره طلايي کال نوموي.
د فساد سره په مبارزه کې د هېواد په کچه ښه پرمختګونه وشول، که یې مثالونه راوړم فکر کوم مناسب به نه وي ځکه په وار، وار د رسنیو پر څپو او سکرینونو خپاره شوي دي.
له دندې د ناوړه استفادې په جرم علني ګامونه واخیستل شول، د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو د ریس له دندې شړل کیدل او ترې د رتبو اخیستل یې تازه بېلګه ده.
له غصب څخه د دولتي ځمکو د خلاصون ستره هڅه روانه ده، دا لړۍ د ټول هېواد په کچه ده، هره ورځ په کې د نوي پرمختګ زیري له ځانه سره لري.
د کرنیزې ودې په موخه لویې، لویې پروژې پیل شوي دي، د سربندونو او ویالو د جوړولو کار په درز کې روان دی، پُلونه او سرکونه مو دادی مخ پر جوړیدو دي، همداسې په ټولو هغو بخشونو کې چې ترې د شکایتونو او بې عدالتیو په غټه کچه خبرونه راتلل تر پخوا ډېر پرمختګ شوی دی خو دا چې څوک ورته نه دي متوجې یا ورته هېڅ ښکاري لوی لامل یې همدا دی چې د مثبت خوا پر ځای مو منفي لوري ته ډېره توجه وي.
نو یوازینی شی چې کمی یې دی همدا د مثبتو ذهنونو نه جوړول او تل د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره پر ناوړه منفي تبلیغاتو اتکاء.
د مدني فعالینو له نوم ګټه اخیستل کیږي خو د خپلو مفادو د لاسته راوړلو لپاره، موقفونو ته د رسیدو لپاره او....
راشئ نور پر دې کار وکړو چې څه ډول خپل ذهنونه پر مثبتو خواوو بوځو، هغوی ته چې کار یې یوازې خبرې دي او د نورو له پښو غورځول دي هېڅ توجه ورنه کړو په دې سره به یو وخت راشي چې دوی به پر تش میدان پاتې وي او هېڅوک به یې هم پر خبرو او لیکلو باور نه کوي.
رحیم ګل نایل