خوستيو ځوانانو د فېسبوک له سمې کارونې د اخیستو غږ پورته کړ

 
د خوست هغو ځوانانو چې د فېسبوک پر ټولنیزه شبکه فعالیت کوي، د یووالي غږ وکړ او په یوه ستره راټولیدنه کې یې د خوست له ګټو د دفاع، خوست جوړونې او هر اړخیز سمون لپاره ژمنې وکړې.
دغه مېله د څو خوستیو ځوانانو په نوښت رابلل شوي وه، چې د فېسبوک نیږدې ټولو مهمو فعالینو په کې ګډون کړی وو.
د مېلې په ترڅ کې ویناوالو د فېسبوک د سمې کارونې له ارزښته پرده پورته کړه او له ځوانانو یې هیله وکړه څو له دغه فرصته سالمه ګټه پورته کړي.
د خوست شېخ زاید پوهنتون استاد نورالله لېونخېل وویل، د ځوانانو دغه یووالی ډېر مهم اثر غورځولی شي.
دده په وینا، ددې ټولنیزې شبکې له برکته ډېر تغیرات راتللی شي خو په هغه وخت کې چې ځوانان او کارونکي یې د سیمې او خلکو په ګټه له معلوماتو برخمن کړي.
استاد لېونخېل وویل، ددې مېلې او راټولیدنې په ترڅ کې ژمنه وشوه، چې له دې وروسته به په فېسبوک کې مهم او د کار شیان خپریږي، څو هغه ناخوالې چې له دې لارې له منځه وړل کیدای شي مخه یې ډب کړو.
ده زیاته کړه:((خوست کې فېسبوکي ملګرو کمپاین وکړ، چې مونږ د فېسبوک د ملګرو د راټولو لپاره مېله وکړو د ملګرو دغه لومړنۍ هڅه ماته ټوکه غوندې ښکاره شوه خو نن مې عملي ولیدل، الحمدلله زمونږ ځوانان کلک هوډ لري او پردې یې فکر کړی وه چې دا کار شونی دی. د خوست ګڼ شمېر ځوانان یې راټول کړي وو او په دې راټولیدنه کې مشرانو ملګرو دوی ته د فېسبوک پر سمه کارونه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې نور به په فېسبوک کې د کار شیان خپروي.))
لیکوال او ژورنالېست فیض الله غمخور د فېسبوک د کارونکو دغه یووالی ډېر مهم ګام یاد کړ.
ده وویل، له دې وروسته به هغه ستونزې هم منعکسې شي چې په لیرې پرتو سیمو کې نا اوریدل شوي پاتې دي.
د ښاغلي غمخور په وینا، په پایله کې به یې اداره سمونې او رغونې ته مجبوره او له دې ټولنیزې شبکې به مو ټولنیزه ګټه اخیستي وي.
غمخور زیاتوي:(( د فېسبوک ځوانانو دغه ډول یووالی مونږ ته دا لار هواروي چې له یوې خوا هغه ستونزې چې په لیرې پرتو ستونزو کې موجودې دي، په متحد ډول منعکسې شي او دغه راز د خوست هغه غوښتنې چي تراوسه په منفرد ډول ترسره کیدې په متحد ډول وغوښتل شي.))
 

 
د خوست شېخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد مشفق اصولي د اړیکو د پراختیا لپاره مهم ناسته وبلله او یادونه یې وکړه چې په دې سره د ځوانانو ترمنځ پیدا شوي فاصلې ختمې شوې.
د نوموړي په خبره، که چېرې ځوانان دغه یووالی وساتي د هر مثبت بدلون تمه کېدای شي.
اصولي زیاتوله:((د فېسبوک د ملګرو دغه یووالی پراخیږي او تمه شته چې د هېواد او سیمې په کچه تاثرات وغورځوي.))
د فېسبوک ددغه مېلې مشر ګډونوال محمد الیاس وحدت ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، څو نور په دې ټولنیزه شبکه کې له تفریحي او بې ګټو خبرو تېر او اساسي خبرو ته پام وکړي.
د نوموړي په وینا، له وخت سره سم به باید دغه کسان په مهمو ستونزو تمرکز وکړي او له دې وروسته باید د خپلې سیمې د خرابیو، نیمګړتیاوو او پرمختګونو انعکاس کولو ته توجه وکړي.
د فېسبوک د کارونکو دغه مېله د سیمې په کچه نوی کار وو.
ددې مېلې جوړونکي ځوانان وو او له دې لارې یې ډېر هغه کسان سره نیږدې او معرفي کړل چې تراوسه یې یوازې په مجازي نړۍ کې سره وخت ناوخت اړیکې ټینګولې.
رحیم ګل نایل خوست