خوښۍ وساتئ!!!

 
افغانانو، هسې مو د ویر ورځې کمې دي چې د خوښۍ ورځې هم په ویر بدلوئ او په لوی لاس خپل هېوادوال دردوئ.
جنګونه وشول او لا روان دي، خپل منځ کې مو سره ووژل او لا دوام لري، په رنګا رنګ نومونو او دسیسو د یو بل وژلو ته ناست یو او دې وضعیت د افغانستان ویاړلی نوم د تاریخ په پاڼو کې داغلی کړو.
هره ورځ وژنې دي، هره ورځ بریدونه دي، هره ورځ د وینو تصویرونه دي او هره ورځ د مرګونو اعلانونه دي.
د خوښۍ ډېر کمې ورځې مو موندلي او لاس ته راوړي دي خو هغه مو هم ډېر کله له درد او غم سره ملې وي.
یوازینی شی چې په اوس وخت کې یې د هېوادوالو پر شونډو مسکا خوره کړې ده د سولې سفیران(ورزشکاران او لوبغاړي) دي چې د خپل هېواد نوم یې لوړ کړی، بیراغ یې اوچت کړی او د شپو تیارې یې درته په خوښیو رڼا کړي دي.
دا چې له ټوپک سره مو د ملګرتیا مزل تاریخي دی نو اوس هم ټوپک د هر وخت د لاس اله ګڼو او ځانونه مو ورسره عادت کړي دي.
حتی تر دې که ویر وي یا خوښي خو لاس مو ټوپک ته ورځي، غوږ مو د ډز د اوریدو په تمه وي.
یقین وساتئ تر څو چې دا خپلې خوښۍ په خوښۍ بدرګه نه کړو همداسې به بدبخته غمجن او سترګې به مو له ژړا سرې وي.
همدا بېګاه د افغانستان او سکاټلنډ ترمنځ د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام لوبه وه، د لوبې په جریان د خوښۍ جیغې وې، د هر افغان توپ وهونکي له منډو سره به غورځي او نعارې وې، د هر افغان بالر په بال د ویکټ غورځیدو او له منډو د مقابل ټیم د را ایساریدو دعاګانې او هیلې وې.
همداسې وشول، افغان لوبغاړو یو ځل بیا نړۍ ته ثابته کړه چې افغانان د سیالۍ په ډګر کې له هېچا هم کم نه دي، دا وړتیا او قوت لري چې په هر میدان کې وځلیږي.
د لوبې له وروستي بال ترسره کیدو وروسته مقابل ټيم ماتې وخوړه، هدف ته ونه رسیدل، پر فېسبوک ګڼو ملګرو د خوښۍ د اظهار او مبارکیو تر څنګ د هوايي ډزو د نه کولو غوښتنې کړي وې خو چا اوریدې؟!
د ټوپک ملګرو بیا خپلې شپېلۍ ګرمې کړې، د خوښۍ اظهار یې په ډېر ناوړه ډول وکړ د خپلې خوښۍ د ښکاره کولو او سړولو لپاره یې زمونږ د خواږو کورنیو له غېږو ګلالي ماشومان واخیستل او خوشالي یې په ویر بدله کړه.
افغانانو!
راشئ نور خپل ټوپک په اور وسوځوئ، راشئ پرځای یې قلم کېږدئ چې څوک مو بد غواړي تاسو ښه ورسره وکړئ، ډاډه اوسئ چې یوه ورځ به د مینې او ورورۍ فضا قایمه شي او په دې سره به د ټوپک نوم محوه شي.
نن ډېرو ملګرو په ننګرهار د هوايي ډزو د قرباني شوي ګلالي ماشوم پر ویر ژاړلي، کورنۍ ته یې د تسلیت پیغامونه وړاندې کړي خو فکر کوئ چې پر دې به یې د کورنۍ زړونه ټکور شي، نه هېڅکله نه!
د خپلو اولادونو روزنه او پالنه د کورنۍ د مشرانو او والدینو مسؤلیت دی، دا د فخر وړ نه ده چې زوی مو له ټوپک سره تصویر اخلي، د ویاړ ځای به هلته وي چې اولاد مو د ټوپک نوم هېر کړي او د خپل پرمختګ لټه، د خپل ګاونډي له زوی سره د سیالۍ زده کړه او په علم سمبالتیا هدف وګرځوي.
مونږ لږ خوښۍ پیدا کوو خو د ساتنې موده یې ډېره لنډه وي، همدا تېره شپه تر څو ساعتونو خوښۍ وروسته د ټولنیزو پاڼو مخ تک سور شو، ګلالۍ ماشوم په وینو کې لت پت ولیدل شو او د کورنۍ د ویر ساندې تر لیرې هوادونو ورسیدې.
نو په کار ده د لږو او ملي خوښیو ساتنه وکړو، ډېرو ته هیله مندي ولرو بیا به مو اصلي لاره موندلي وي.
رحیم ګل نایل، کابل افغانستان