که مو ادبي خيال پردازي خوشيږي نو ويې لولئ  

اي ګرانې ته پوهيږې چې اوس څنګه يم..؟ 
کله چې د يکشنبې شپه وه او زه نا خبره ستا له سفر نه ووم، تر هغې وخته هرې خبرې راته ډيره مينه رابښله فکر مې کاوه هر څه مې د سيني چپه خوا ( زړه) کې دي.

له ټولو ښکلې او مينه ناکې ميرمنې د تېر په څېر هر مازديګر مې ستا خبرو ته بيړه وي خو؛ ومنه وجود ستا تګ مې په زړه کې اورونه رابل کړي څو ځله ووځم خو ړنګ بنګ بېرته راشم لکه؛ تش کالبوت رڼې سترګې مې چت ته نيولې وي.

ګرانې! هره ثانيه لکه د مرګ شمارم تش ديوالونه راته خولې رالګوي، ستا هر تصوير ته جلا جلا غجو ورکوم خکل يې کړم خو هغه راته هيڅ خبرې نکړي.

تر ډيرو کتلو وروسته يې بيا ځلي ښکل کړم خو جان هغه مينه او خوند چي ستا په شتون کې وو اوس نشته.

هسې وچ زړه خورم حالت مې جان ورځ تر بلې درپسې خرابيږي يادون او نشتون دې قسم په زړه مات کړی يم...

هيله کوم که مې ژوند کې پوره غواړې بيا رانه مه ځه! هيله کوم قسم د زغم زور نلرم.
په ما خو روانې شپې بيخي ډيرې اوږدې شوي سترګې مې نه پټيږي، ټوله شپه اړخ په اړخ اوړم لکه سره تيږه چې رالاندې وي ، جان ستا له ميني ډک غږ پسې مې ستونی نور ناست دی... تر نېمې شپې ورهاخوا يوه نرۍ کوکه هم راسره مل وي ځکه چې ستا لکۍ داره سترګې او له مينې ډک يادونو دې اور را ورته کړی.

خو افسوس ناخبره مې ستا ټول تصويرونه پاک کړل، او دليل يې هم دا وو چې ورته بيخي ډير خفه کېدلم.

ډاډمن يم چې څو ورځې نورې هم تيروې خو ؛غاړې دي بندې په ځان ډير پام کوه، ټولې هيلې مې لمړی خدای دوهم تاسره په ګډ ژوند کې دي.

وړې هوسۍ ته مې رڼا يې زه او ته لکه يوه پاڼه يو ځای وقايه اخلو ؛ کله چې تاسره ووم فکر کوم هر څه سم دي که يوه خبره په ډاډ وکړم زه ميئن شوی يم قسم هغه څلور ټکي چې هېڅ انسان نه مړوي هغه (مـــــــــــــينه) ده او ستا په مينه کې ډېر ډوب يم.

قربان خير دی بيخي وابسته شوی يم، فکر کوم هره شپه د کال غوندې تيريږي وړې ليلو ته به کله راځې؟ نور مې په دې باراني ورځو کې قدم وهلو نه هم زړه تور دی بس ستا شتون کې مې ډېرې هيلې لرلې خو اوس يوازې يوه هيله لرم راشه! راشه!...
پای